18 د څلور واړو پايو ريمونه لوړ او يروونکى وُو، او په هغه څلورو واړو ريمونو باندې ګېرچاپېره سترګې وې.
د دې پايې د جنګى ګاډو د پايو په شان وې، د دې سيخونه، ريمونه، د ريمونو تيلۍ او مينځنۍ حِصې هر څۀ د زېړو وُو.
د مالِک خُدائ سترګې هر چرته موجودې دى، هغه ښۀ او بد دواړو باندې نظر ساتى.
لکه څنګه چې آسمانونه د زمکې نه اوچت دى، نو هم دغه شان زما لارې او سوچونه هم ستاسو نه اوچت دى.
د هغوئ ټول بدن، د هغوئ د شاګانو په شمول، د هغوئ لاسونه او د هغوئ وزرونه په مکمل توګه د سترګو نه ډک وُو، لکه څنګه چې د هغوئ څلور پايې وې.
وړو شروعاتو ته په سپکه سترګه مۀ ګورئ، ځکه چې هغه د کار په شروع کېدو سره چې د زرُبابل په لاس کښې سال وګورى خوشحاليږى. دا اووۀ ډيوې د مالِک خُدائ د سترګو نمائندګى کوى، چې د هغوئ په ذريعه د ټولې دُنيا لټون کوى.“
او د تخت د وړاندې يې د شيشې سمندر وو چې د بلور په شان ښکارېدو. او د تخت نه چاپېره څلور جاندار وُو چې وړاندې وروستو يې سترګې وې.
دې څلورو جاندارو چې د هر يو شپږ وزرې وې او هر طرف ته يې سترګې وې، شپه او ورځ بغېر د دمې يې دا ثنا وئيله، ”قُدوس، قُدوس، قُدوس، قادر مطلق خُدائ پاک، هغه چې وو، چې دے، او چې راتلونکے دے.“