Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 1:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 د هغه پايو شکل او ښکاره کېدل څۀ داسې وو، هغه لکه د ايکوامرين کاڼو په شان ځلېدلې، او څلور واړه پايې يو شان ښکارېدلې، او داسې جوړې شوې وې چې په هره پايه کښې يوه بله پايه دننه بل خوا ته تاوېدله.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 1:16
11 Iomraidhean Croise  

د دې پايې د جنګى ګاډو د پايو په شان وې، د دې سيخونه، ريمونه، د ريمونو تيلۍ او مينځنۍ حِصې هر څۀ د زېړو وُو.


څوک چې د عقل نه بهر لوئ لوئ کارونه کوى، او بې‌شمېره عجيبه عجيبه کارونه کوى.


ستا رښتينوالے لکه د لويو غرونو په شان، ستا اِنصاف لکه د سمندر د ژوروالى په شان، اے مالِکه خُدايه تۀ خيال ساتې د انسان او هم د ځناورو.


اے مالِکه خُدايه، زما خُدايه، تا زمونږ دپاره ډيرې معجزې کړې دى، تا زمونږ دپاره بې‌حسابه منصوبې جوړې کړې دى. تا سره هيڅ څوک برابر نشته دے زۀ يې شمېرلے نۀ شم ستا عجيبه کارونه خو بې‌شمېره دى.


او په څلورم قطار کښې يو ايکوامرين، يو اونيکس کاڼے او يو جاسپر کاڼے ولګولو. دا په سرو زرو کښې ګېر وُو.


د هغۀ لاسونه د سرو زرو سيخونه دينه، چې په دې کښې قيمتى کاڼى لګېدلى وينه. د هغۀ بدن لکه د هاتى د غاښونو په شان سپين دېنه، او چې په کښې نيلم کاڼى لګېدلى وينه.


د هغۀ بدن د ايکوامرين کاڼى په شان وو، د هغۀ مخ لکه د برېښنا په شان ځلېدو، د هغۀ سترګې لکه د مشعلونو په شان بلېدلې، د هغۀ لاسونه او پښې لکه د زېړو په شان ځلېدل، او د هغۀ آواز لکه د لوئ ګڼې د شور په شان وو.


کله چې ما ورته کتل نو تختونه په خپل ځائ باندې ولګولے شُو، او ازلى ذات په خپل تخت کښېناستو. د هغۀ جامې لکه د واورې په شان سپينې وې، او د هغۀ د سر وېښتۀ لکه د سپينې وړۍ په شان وُو. او هغه د اور په تخت باندې کښېناستو او د پايو نه يې د اور شُغلې ختلې.


واه، د خُدائ پاک دولت، عِلم او پوهه څومره بې‌پايانه ده، او د هغۀ اِنصاف څومره د عقل نه بهر دے او د هغۀ لارې څومره عجيبه دى.


په دې هر څۀ کښې د خُدائ پاک مقصد دا وو چې د جماعت په وسيله خپل هر قسمه حکمت هغه ناليدونکو حاکمانو او د واک خاوندانو ته چې په آسمانى ځايونو کښې دى ښکاره کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan