15 کله چې ما دې ژوندى مخلوق ته وکتل، نو ما د هغوئ هر يو سره په زمکه باندې يوه پايه لګېدلې وليدله.
د هرې ګاډۍ څلور د زېړو پايې او د زېړو سيخونه وُو. په هره ګاډۍ کښې يو ښانک د زېړو په څلورو تختو باندې لګېدلے وو، دا چوکۍ په ګول ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وې.
خو د هغوئ هر يو څلور مخونه او څلور وزرونه وُو.
مالِک خُدائ هغه سړى ته چا چې د کتان جامې اچولې وې وفرمائيل، ”د وزرو والا مخلوق د پايو د لاندې په مينځ کښې تېر شه. خپل لاسونه د سکروټو نه ډک کړه او په ښار يې وشينده.“ او چې ما وليدل هغه هم هغه شان دننه لاړو.
ما وکتل چې، د هر يو څلور وزرو والا مخلوق سره په خوا کښې يوه پايه وه، او هغه پايې لکه د ايکوامرين کاڼو په شان ځلېدلې.
دا د هغه ژوندى مخلوق د وزرو آوازونه او شور وو چې يو بل سره لګېدل او په خوا کښې يې د هغه پايو آوازونه هم وُو، يو اوچت او دروند شور وو.
کله چې ما ورته کتل نو تختونه په خپل ځائ باندې ولګولے شُو، او ازلى ذات په خپل تخت کښېناستو. د هغۀ جامې لکه د واورې په شان سپينې وې، او د هغۀ د سر وېښتۀ لکه د سپينې وړۍ په شان وُو. او هغه د اور په تخت باندې کښېناستو او د پايو نه يې د اور شُغلې ختلې.
اول جاندار د ازمرى په شان وو، دوېم د غوائى په شان، د درېم مخ د بنى آدم په شان وو او څلورم لکه د الوتونکى باز په شان وو.