حزقىايل 1:10 - Pakistani Yousafzai Pashto10 د هر يو څلور مخونه وُو چې په مخامخ د هر يو شکل د انسان وو، او په ښې طرف هغوئ د زمرى په شکل وو، ګس طرف ته يې د غوائى شکل وو، او شاته لکه د باز په شان وو. Faic an caibideil |
جنوب طرف ته، څوک چې د روبين د لښکر د جنډې لاندې وى نو هغوئ به په خپلو ډلو کښې خېمې ودروى، د هغوئ د قبيلو د مشرانو نومونه دا دى. د روبين قبيلې مشر اليصور زوئ د شدِيُور، د قبيلې شمېر شپږ څلوېښت زره او پينځۀ سوه کسان دى، د شمعون قبيلې مشر سلومىاېل زوئ د صورىشدى، د قبيلې شمېر يو کم شپېتۀ زره او درې سوه کسان دى، د جاد قبيلې مشر اِلياسف زوئ د دعواېل، د قبيلې شمېر پينځۀ څلوېښت زره شپږ سوه پنځوس کسان دى. دا ټول په شمېر کښې يو سل او يو پنځوس زره او څلور سوه پنځوس کسان دى. دوېم به د روبين لښکر روان وى.
نمرپرېواتۀ طرف ته، څوک چې د اِفرائيم د لښکر د جنډې لاندې وى نو هغوئ به په خپلو ډلو کښې خېمې ودروى، د هغوئ د قبيلو د مشرانو نومونه دا دى. د اِفرائيم قبيلې مشر اليسمع زوئ د عميهود، د قبيلې شمېر څلوېښت زره او پينځۀ سوه کسان دى، د منسى قبيلې مشر ګملىاېل زوئ د فداهصور، د قبيلې شمېر دوه دېرش زره او دوه سوه کسان دى، د بنيامين قبيلې مشر ابِدان زوئ د جدعونى، د قبيلې شمېر پينځۀ دېرش زره او څلور سوه کسان دى. دا ټول په شمېر کښې يو سل او اتۀ زره او سل کسان دى. درېم به د اِفرائيم لښکر روان وى.
شمال طرف ته، څوک چې د دان د لښکر د جنډې لاندې وى نو هغوئ به په خپلو قبيلو کښې خېمې ودروى، د هغوئ د قبيلو د مشرانو نومونه دا دى. د دان قبيلې مشر اخيعزر زوئ د عمىشدى، د قبيلې شمېر دوه شپېتۀ زره او اووۀ سوه کسان دى، د آشر قبيلې مشر فجعىاېل زوئ د عکران، د قبيلې شمېر يو څلوېښت زره او پينځۀ سوه کسان دى، د نفتالى قبيلې مشر اخيرع زوئ د عينان، د قبيلې شمېر درې پنځوس زره او څلور سوه کسان دى. دا ټول په شمېر کښې يو لاک اووۀ پنځوس زره او شپږ سوه کسان دى. په آخر کښې به د دان لښکر روان وى.
نمرخاتۀ طرف ته، چې څوک د يهوداه د لښکر د جنډې لاندې وى نو هغوئ به په خپلو ډلو کښې خېمې ودروى، د هغوئ د قبيلو د مشرانو نومونه دا دى. د يهوداه قبيلې مشر نحشون زوئ د عمىنداب، د قبيلې شمېر څلور اويا زره او شپږ سوه کسان دى، د يساکار قبيلې مشر نتنىايل زوئ د ضُعر، د قبيلې شمېر څلور پنځوس زره او څلور سوه کسان دى، د زبولون قبيلې مشر اِلياب زوئ د حيلون، د قبيلې شمېر اووۀ پنځوس زره او څلور سوه کسان دى. دا ټول په شمېر کښې يو سل او شپږ اتيا زره او څلور سوه کسان دى. د يهوداه لښکر به مخکښې روان وى.