7 فِرعون تپوس وکړو چې څۀ شوى وُو او هغۀ ته ووئيلے شول چې د بنى اِسرائيلو يو څاروے هم مړ نۀ شو. خو د هغۀ زړۀ سخت وو او هغۀ به خلق تلو ته نۀ پرېښودل.
ځکه چې هغه زورَور او د حِکمت خاوند دے او څوک هم چې د هغۀ مخالفت کوى نو نقصان به اوچتوى.
ما ته پته ده چې د مِصر بادشاه به تاسو تلو ته پرې نۀ ږدى ترڅو چې هغه مجبور کړے شوے نۀ وى.
خو د فِرعون زړۀ تر اوسه پورې سخت وو. لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، هغۀ به د موسىٰ او هارون خبره نۀ اورېدله.
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د فِرعون زړۀ سخت دے، هغه خلق تلو ته نۀ پرېږدى.
خو دا ځل هم فِرعون زړۀ سخت کړو او بيا يې خلق تلو ته نۀ پرېښودل.
خو مالِک خُدائ د فِرعون زړۀ سخت کړو، لکه څنګه چې هغۀ فرمائيلى وُو، چې فِرعون به د موسىٰ او هارون خبره نۀ اورى.
بيا مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته وفرمائيل، ”د بټۍ نه يو څو لَپې ايرې راواخلئ، دا به موسىٰ د فِرعون په مخکښې د آسمان طرف ته لړه کړى.
څوک چې د ډيرې رټنې باوجود بيا هم په خپل ضد قائم وى، نو هغه به ناګهانه تباه شى او هيڅ علاج به يې نۀ وى.
ما ته پته وه چې تاسو به څومره ضديان يئ، ستاسو د مرۍ رګونه به د اوسپنې په شان کلک او ستاسو تندى به لکه د مټکور غوز په شان وى.
خو کله چې د هغۀ زړۀ مغروره شو، او کبر يې اختيار کړو، نو هغه د خپلې بادشاهۍ تخت نه کوز کړے شو او هغه د خپل عزت نه محروم کړے شو.
نو دا د خُدائ پاک رضا ده چې په چا رحم کوى، او د چا زړونه سختوى.