Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 9:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 بله ورځ مالِک خُدائ هم هغسې وکړل لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو. د مِصريانو ټول څاروى مړۀ شول، خو د بنى اِسرائيلو يو څاروے هم مړ نۀ شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 9:6
10 Iomraidhean Croise  

او هغۀ د دوئ څاروى ږلۍ ته حواله کړل، او د دوئ رَمې يې د برېښنا غشو ته حواله کړې.


هغۀ خپلې غصې ته لار جوړه کړه، او هغۀ دوئ د مرګ نه بچ نۀ کړل، خو دوئ يې وبا ته په حواله کړل.


په هغه شپه به زۀ د مِصر مُلک نه تېرېږم او هر وړومبے پېدا شوے نر انسان او حېوان به ووژنم او د مِصر ټولو معبودانو له به سزا ورکړم، زۀ مالِک خُدائ يم.


په نيمه شپه کښې مالِک خُدائ د مِصر په مُلک کښې ټول وړومبى پېدا شوى زامن ووژل، د فِرعون د زوئ نه واخله کوم چې په تخت کښېناستو، د هغه قېدى د زوئ پورې چې په قېدخانې کښې وو، د څاروو ټول وړومبى پېدا شوى بچى هم ووژلے شول.


خو په هغه ورځ به زۀ د جشن علاقه بچ کړم، چرته چې زما خلق اوسيږى، نو هلته به مچان بېخى نۀ وى. زۀ چې داسې وکړم نو تا ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ، په دې مُلک کښې حاضر يم.


د مِصر په مُلک کښې بهر ټول ځناور او خلق ږلۍ ووهل. ږلۍ په پټو کښې ټول بوټى وغورزول او ټولې ونې يې ماتې کړلې.


خو صِرف د جشن په علاقه کښې، چرته چې بنى اِسرائيل اوسېدل، هلته لږه ږلۍ هم نۀ وه ورېدلې.


زۀ به د بنى اِسرائيلو او د مِصريانو د څاروو په مينځ کښې فرق راولم او د بنى اِسرائيلو يو څاروے به هم نۀ مرى.


ما مالِک خُدائ سبا وخت د دې کار کولو دپاره مقرر کړے دے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan