Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 9:33 - Pakistani Yousafzai Pashto

33 موسىٰ د فِرعون نه لاړو او د ښار نه بهر ووتلو او خپل لاسونه يې مالِک خُدائ ته پورته کړل. تندرونه، ږلۍ او باران هر څۀ ودرېدل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 9:33
8 Iomraidhean Croise  

نو د بنى اِسرائيلو د قوم په موجودګۍ کښې سليمان لاړو او د مالِک خُدائ د قربان‌ګاه په مخکښې ودرېدو، هلته يې د آسمان طرف ته خپل لاسونه اوچت کړل


بيا موسىٰ او هارون د فِرعون د دربار نه لاړل. چې کله موسىٰ مالِک خُدائ ته سوال وکړو چې هغه چيندخې لرې کړى کومې چې هغۀ په فِرعون راوستې وې،


نو فِرعون موسىٰ او هارون راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ ته سوال وکړئ چې دا چيندخې لرې کړى، نو زۀ به ستاسو خلق تلو ته پرېږدم، نو چې دوئ به مالِک خُدائ ته قربانۍ پېش کړى.“


موسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ چې څنګه د ښار نه لاړ شم، نو زۀ به د دُعا دپاره خپل لاسونه مالِک خُدائ ته پورته کړم. نو تندر به بس شى او نوره ږلۍ به نۀ وريږى، نو داسې به تا ته پته ولګى چې زمکه د مالِک خُدائ ده.


خو د غنمو فصل خراب نۀ شو، ځکه چې دا وروستو پخيږى.


چې کله فِرعون ته پته ولګېده چې طوفان ختم شو، نو هغۀ بيا ګناه وکړه. هغۀ او د هغۀ درباريانو خپل زړونه سخت کړل


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan