31 سنډ او اوربشې تباه شول، ځکه چې اوربشې پخې وې او د سنډو بوټى غوټۍ شوى وُو.
داؤد هغوئ د جبعون خلقو ته حواله کړل، چې د مالِک خُدائ په مخکښې يې په غرۀ باندې قتل کړل، نو ټول اووۀ واړه په يو ځائ مړۀ شول. سپرلے په ختمېدو وو او د اوربشو لَو شروع وو، چې هغوئ ووژلے شول.
خو د غنمو فصل خراب نۀ شو، ځکه چې دا وروستو پخيږى.
”ما ستاسو په فصلونو او د انګورو په باغونو تِليا او بيمارى راوسته. د قحطۍ مُلخانو ستاسو د اينځرو او د زيتُونو ونې وخوړلې. خو تاسو بيا هم ما ته واپس رانۀ غلئ،“ مالِک خُدائ دا فرمائى.
اګر کۀ د اينځرو ونه غوټۍ نۀ کوى او د انګورو په بوټو کښې انګور نشته، اګر کۀ د زيتُونو فصل ناکام شى او پټى غله نۀ پېدا کوى، اګر کۀ په شپول کښې ګډې نشته او څاروى په پنډال کښې نشته،
نو داسې، نعومى د خپلې موآبۍ اِنږور روت سره د موآب نه واپس راغله. د اوربشو لَو شروع وو، چې دوئ بيتلحم ته ورسېدلې.
نو روت د هغوئ سره کار کولو او وَږى يې راټولول، تر هغې پورې چې ټول غنم او اوربشې ورېبلے شوې. او د خپلې خواښې سره اوسېده.