Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 9:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23-24 نو موسىٰ خپله امسا آسمان ته پورته کړه او مالِک خُدائ تندر او ږلۍ راولېږله او برېښنا زمکه ووهله. مالِک خُدائ د ږلۍ يو لوئ طوفان او آسمانى بجلى راولېږله. د مِصر په ټول تاريخ کښې هم داسې خراب طوفان کله هم نۀ وو تېر شوے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 9:23
22 Iomraidhean Croise  

ناڅاپى مالِک خُدائ د سدوم او عموره په ښارونو باندې د اور د ګوګړو باران اورولو


هغه دا کارونه ځکه کوى چې خلقو ته په کښې تکليف مِلاو شى يا کۀ نۀ ختمېدونکې مينه ورته ښائى.


هغه د کاڼو په شان ږلۍ ورَوى د هغۀ د واورې طوفان ته څوک ټينګېدے شى؟


برېښنا او ږلۍ، واورو او وريځو، طوفانى بادونو چې تاسو د هغۀ حُکم منئ.


واورېدے شو د آسمانه د مالِک خُدائ آواز، د تندر په شان د خُدائ تعالىٰ راغلو آواز.


آواز د مالِک خُدائ د دريابونو دپاسه اورېدے شى، د تندر په شان، د زورَورو اوبو دپاسه د جلالى خُدائ آواز اورېدے شى د تندر په شان.


ستا د تندر آوازونه په طوفان کښې واورېدے شول، ستا برېښنا ټوله دُنيا رڼا کړه، زمکه په لړزان او رپېدو شوه.


د درېمې ورځې په سحر تندرونه او برېښناګانې شوې، په غرۀ باندې تکه توره وريځ راښکاره شوه او د بيګل اوچت آواز واورېدلے شو. او د خېمو په ځائ کښې چې څومره خلق وُو هغوئ ټول د يرې نه په لړزان شول.


چې کله خلقو د تندرونو او د بيګل آواز واورېدو او برېښناګانې او د غرۀ لوګى يې وليدل، هغوئ د يرې نه ولړزېدل او لرې ودرېدل.


ګوره، سبا دا وخت به زۀ ږلۍ ووروم، چې داسې ږلۍ به کله د مِصر په تاريخ کښې هم نۀ وى شوې.


مالِک خُدائ به په هر يو کس باندې خپل پُرجلاله آواز واورى او د خپلې غصې زور به ورته وښائى. هلته به د اور لمبې، تندر، ږلۍ او دروند باران وى.


زۀ به په وبا او قتل عام د هغۀ عدالت وکړم، زۀ به سېلابى بارانونه، ږلۍ او سوزونکى ګوګړ په هغۀ او د هغۀ په لښکرو او ورسره په نورو ډېرو قومونو نازل کړم.


په کوم وخت کښې چې اموريان د بنى اِسرائيلو نه لاندې درې ته تښتېدل، نو مالِک خُدائ تر عزيقه پورې په هغوئ باندې لويه ږلۍ ووروله. په ږلۍ باندې د هغې نه هم زيات مړۀ شول چې څومره بنى اِسرائيلو وژلى وُو.


له دې نه پس د برېښنا شُغلې او د تندر ګړزا او يوه دومره سخته زلزله راغله چې د بنى آدم د پېدايښت راسې چرې هم نۀ وه راغلې.


او په بنى آدمو له آسمان نه تقريباً پنځوس کلو وزن برابر ږلۍ وورېدله او هغوئ د ږلۍ په افت خُدائ پاک ته کُفر ووئيلو ځکه چې هغه افت ډېر سخت وو.


وړومبۍ فرښتې خپل بيګل وغږولو نو اور او ږلۍ د وينې سره په زمکه راوورېدل او د زمکې درېمه حِصه وسوزېدله او د ونو درېمه حِصه وسوزېدله او ټول شنۀ واښۀ وسوزېدل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan