Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 9:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”خپل لاس کښې امسا آسمان ته پورته کړه، نو د مِصر په ټول مُلک، خلقو، ځناورو او په پټو کښې په ټولو بوټو به ږلۍ ووريږى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 9:22
7 Iomraidhean Croise  

بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”خپل لاس آسمان طرف ته اوږد کړه، نو د مِصر په ټول مُلک به تيارۀ راشى، داسې تکه توره تيارۀ چې چا ته به هيڅ هم نۀ ښکارى.“


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”هارون ته ووايه چې خپله امسا راواخلى او د مِصر ټولو اوبو په طرف يعنې دريابونو، نِهرونو او ډنډونو دپاسه ونيسى. نو د اوبو نه به وينه جوړه شى او د مِصر په ټوله زمکه به وينه وى، داسې د لرګى په لوښو او د خټې په منګو کښې به هم وى.“


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”هارون ته ووايه چې زمکه په خپله امسا ووهه، نو د ټول مِصر د مُلک خاورې نه به ماشى جوړ شى.“


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”هارون ته ووايه چې خپله امسا د دريابونو، نِهرونو او ډنډونو دپاسه ونيسه او چيندخې به د مِصر په مُلک وروخېژوى.“


خو چا چې د مالِک خُدائ خبرو ته غوږ ونۀ نيولو نو هغوئ خپل نوکران او څاروى بهر په پټو کښې پرېښودل.


په کوم وخت کښې چې اموريان د بنى اِسرائيلو نه لاندې درې ته تښتېدل، نو مالِک خُدائ تر عزيقه پورې په هغوئ باندې لويه ږلۍ ووروله. په ږلۍ باندې د هغې نه هم زيات مړۀ شول چې څومره بنى اِسرائيلو وژلى وُو.


او په بنى آدمو له آسمان نه تقريباً پنځوس کلو وزن برابر ږلۍ وورېدله او هغوئ د ږلۍ په افت خُدائ پاک ته کُفر ووئيلو ځکه چې هغه افت ډېر سخت وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan