Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 9:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 خو چا چې د مالِک خُدائ خبرو ته غوږ ونۀ نيولو نو هغوئ خپل نوکران او څاروى بهر په پټو کښې پرېښودل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 9:21
11 Iomraidhean Croise  

نو اوس د زړۀ د اخلاصه د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک لټون وکړئ. د مالِک خُدائ کور جوړول شروع کړئ، نو چې تاسو په هغې کښې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق او هغه نور ټول مقدس سامان کېږدئ چې د هغۀ په عبادت کښې استعماليږى.“


کۀ خُدائ پاک د خلقو نه روح واخلى، او د ژوند ساه ترې نه واخلى،


بنى آدم څۀ څيز دے، چې تۀ يې دومره خاص ګڼې، چې تۀ هغوئ ته دومره توجو ورکوې،


فِرعون راوګرځېدو او خپل محل ته لاړو، دا خبره يې زړۀ ته ښکته نۀ کړه.


د فِرعون کوم درباريان چې د مالِک خُدائ د خبرې نه يرېدل نو هغوئ خپل نوکران او څاروى په منډه باندې کورونو ته بوتلل.


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”خپل لاس کښې امسا آسمان ته پورته کړه، نو د مِصر په ټول مُلک، خلقو، ځناورو او په پټو کښې په ټولو بوټو به ږلۍ ووريږى.“


هوښيار سړے چې خطره ووينى نو خپل ځان ترېنه ساتى، خو ساده سړے پرې وردانګى او بيا مصيبت کښې راګېر شى.


ما چې څۀ وليدل نو په خپل زړۀ کښې مې ورباندې سوچ وکړو، او چې څۀ مې وليدل د هغې نه مې سبق زده کړو.


هغه سړى ما ته ووئيل، ”اے بنى آدمه، په خپلو سترګو وګوره او په خپلو غوږونو واوره او هر څۀ چې درته ښايم هغې ته ښۀ توجو وکړه، ځکه خو تۀ د دې دپاره راوستلے شوے يې. هر څۀ چې تۀ ووينې هغه د بنى اِسرائيلو قوم ته ووايه.“


بيا هغۀ خبره جارى وساتله، ”اے دانياله مۀ يرېږه. د وړومبۍ ورځې نه کله چې تا خپل سوچ دې ته تيار کړو چې پوهه حاصله کړې او د خُدائ پاک په وړاندې دې خپل ځان عاجز کړو، نو ستا دُعا قبوله شوه، او زۀ د هغې په جواب کښې راغلے يم.


او کله چې هغه د مرګ په حالت کښې وه، نو چې کومو ښځو د هغې مدد کولو هغوئ ورته ووئيل چې، ”تکړه شه، ستا زوئ پېدا شوے دے.“ خو هغې هيڅ توجو ورنۀ کړه او نۀ يې جواب ورکړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan