20 د فِرعون کوم درباريان چې د مالِک خُدائ د خبرې نه يرېدل نو هغوئ خپل نوکران او څاروى په منډه باندې کورونو ته بوتلل.
فِرعون راوګرځېدو او خپل محل ته لاړو، دا خبره يې زړۀ ته ښکته نۀ کړه.
خو چا چې د مالِک خُدائ خبرو ته غوږ ونۀ نيولو نو هغوئ خپل نوکران او څاروى بهر په پټو کښې پرېښودل.
بله ورځ مالِک خُدائ هم هغسې وکړل لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو. د مِصريانو ټول څاروى مړۀ شول، خو د بنى اِسرائيلو يو څاروے هم مړ نۀ شو.
څوک چې ښۀ نصيحت ته سپک وګورى هغوئ به نقصانى شى، خو چې څوک د حُکم احترام کوى هغوئ ته به اجر مِلاو شى.
د حِکمت حاصلول د سرو زرو نه څو چنده ښۀ دے، او د عقل حاصلول د سپينو زرو نه څو چنده ښۀ دے.
ځکه چې مالِک خُدائ به په خپل لاس کښې د دوئ مقدمه واخلى او هغوئ به لوټ کړى، چا چې دوئ لوټ کړى وى.
هوښيار سړے چې خطره ووينى نو خپل ځان ترېنه ساتى، خو ساده سړے پرې وردانګى او بيا مصيبت کښې راګېر شى.
د ايمان په وسيله نوح د هغه څيزونو په باب کښې چې تر هغه وخته په نظر نۀ راتلل، هدايت وموندو او د خپل خاندان د بچ کولو دپاره يې کِشتۍ جوړه کړه. هغۀ د خپل ايمان په وسيله ټوله دُنيا مجرمه کړه او د هغه صداقت وارث شو چې د ايمان په سبب وو.