2 خو کۀ تۀ اِنکار کوې او هغوئ بيا هم تلو ته نۀ پرېږدى،
خو مالِک خُدائ به د خپلو دشمنانو سر هوار کړى، او د هغوئ کوپړۍ به هواره کړى څوک چې د ګناه په لار روان وى.
کۀ تۀ هم دغه شان اِنکار کوې، نو ګوره، سبا به زۀ ستا مُلک ته د قحطۍ مُلخان درولېږم.
ما تا ته وفرمائيل چې زما زوئ پرېږده چې لاړ شى، چې هغه زما عبادت وکړى، خو تا اِنکار وکړو. نو زۀ به اوس ستا مشر زوئ ووژنم.“
د دې نه پس موسىٰ او هارون د فِرعون دربار ته لاړل او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، زما خلق تلو ته پرېږده چې دوئ زما د عزت دپاره په صحرا کښې اختر وکړى.“
کۀ تا اِنکار وکړو، نو زۀ به ستا په ټول مُلک داسې افت راولم چې په چيندخو به يې پټ کړم.
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”سحر وختى پاڅه او د فِرعون په مخکښې ودرېږه او هغۀ ته ووايه چې مالِک خُدائ، د عبرانيانو خُدائ پاک فرمائى، چې زما خلق تلو ته پرېږده چې دوئ زما عبادت وکړى.
نو ګوره، زۀ به ستا په ټولو ځناورو، ستا په آسونو، خرونو، اوښانو، څاروو، ګډو او چېلو سخته بيمارى درولېږم.
خو کۀ تاسو اِنکار او سرکشى کوئ، نو د تُورې لاندې به ګېر شئ او مړۀ به شئ. دا د مالِک خُدائ د خولې کلام دے.“
خو هغوئ څوک چې خود غرضه دى او د حق نه منکر دى او غلط کارونه کوى، په هغوئ به قهر او غضب نازل شى.
او هغوئ بد بد وسوزېدل خو هغوئ د خُدائ پاک په نوم کُفر ووئيلو، چا سره چې د دې افتونو د نازلولو اختيار دے، خو هغوئ د توبه ويستلو نه اِنکارى شول او نۀ يې د هغۀ ثنا ووئيله.