19 اوس خپل څاروى راولئ او چې په پټو کښې ستاسو نور څۀ هم وى هغه محفوظ ځائ ته راوړئ. ږلۍ به په بهر پاتې خلقو او ځناورو باندې ووريږى او ټول به مړۀ شى.“
او هغۀ د دوئ څاروى ږلۍ ته حواله کړل، او د دوئ رَمې يې د برېښنا غشو ته حواله کړې.
د مِصر په مُلک کښې بهر ټول ځناور او خلق ږلۍ ووهل. ږلۍ په پټو کښې ټول بوټى وغورزول او ټولې ونې يې ماتې کړلې.
بله ورځ مالِک خُدائ هم هغسې وکړل لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو. د مِصريانو ټول څاروى مړۀ شول، خو د بنى اِسرائيلو يو څاروے هم مړ نۀ شو.
ځکه چې هغۀ د کله نه چې د بيګل آواز واورېدو او توجو يې ورنۀ کړه، نو خون يې په خپله غاړه دے. کۀ چرې هغۀ خبردارى ته توجو ورکړې وه، نو هغۀ به خپل ځان بچ کړے وو.
اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا د شُهرت نه خبر يم، ستا د عجيبه کارونو په وجه زۀ په يره کښې يم، اے مالِکه خُدايه. زمونږ د ژوند په ورځو کښې خپل کار تازه کړه، زمونږ په وخت کښې هغه دوباره څرګند کړه. او په خپله غصه کښې دې رحم ياد ساته.