Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 9:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 ګوره، سبا دا وخت به زۀ ږلۍ ووروم، چې داسې ږلۍ به کله د مِصر په تاريخ کښې هم نۀ وى شوې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 9:18
14 Iomraidhean Croise  

نو هغې الياس له پېغام ورولېږلو، ”خپل خُدايان دې ما ووژنى چې سبا په دې وخت زۀ تا سره هغه کار ونۀ کړم کوم چې تا د هغه پېغمبرانو سره کړے دے.“


خو اوس به زۀ خپل آفسران درولېږم چې ستا محل او ستا د آفسرانو کورونه ولټوى او چې د هغوئ څۀ هم خوښ شى نو هغه به ترېنه را اوچت کړى. هغوئ به سبا تقريباً دا وخت هلته وى.“


بيا اليشع ورته وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ کلام ته غوږ ونيسه. مالِک خُدائ داسې فرمائى، سبا دا وخت به د سپينو زرو په يوه سيکه باندې درې کلو ښۀ اوړۀ يا شپږ کلو اوربشې د سامريه د دروازې خولې سره خرڅولے شى.“


اليشع په هغه وخت بادشاه ته فرمائيلى وُو چې سبا دا وخت به په سامريه کښې درې کلو ښۀ غنم يا شپږ کلو اوربشې د سپينو زرو په يوه سيکه باندې خرڅيږى،


هغه دا کارونه ځکه کوى چې خلقو ته په کښې تکليف مِلاو شى يا کۀ نۀ ختمېدونکې مينه ورته ښائى.


تۀ د واورې ګودامونو ته ننوتلے يې څۀ، يا تا د ږلۍ ګودامونه ليدلى دى څۀ؟


هغه چې ما د مصيبت د وخت دپاره ساتلى دى، او د جنګ جګړې دپاره مې ساتلى دى؟


نو په خپل زورَور باد سره دې هغوئ په مخه واخله، او هغوئ په خپل طوفان سره ويروه.


د قحطۍ دې مُولخانو د مِصر ټول مُلک نيولے وو. دا د قحطۍ د مُولخانو د ټولو نه غټ لښکر وو چې نۀ د دې نه مخکښې ليدلے شوے وو او نۀ به بيا کله وليدلے شى.


د قحطۍ مُولخانو نه به ستاسو کورونه، ستا د ټولو درباريانو او ستا د ټولو خلقو کورونه ډک شى. دا به د هغه هر څۀ نه بدتر وى چې کوم ستا پلار نيکۀ په تاريخ کښې ليدلى دى.“ بيا موسىٰ راوګرځېدو او د فِرعون نه لاړو.


د مِصر په ټول مُلک کښې به داسې په زوره ژړا وى، چې نۀ به مخکښې کله شوې وى او نۀ به وشى.


خو تر اوسه پورې تۀ خپل ځان ته لوئ ګورې او زما خلق تلو ته نۀ پرېږدې.


او په بنى آدمو له آسمان نه تقريباً پنځوس کلو وزن برابر ږلۍ وورېدله او هغوئ د ږلۍ په افت خُدائ پاک ته کُفر ووئيلو ځکه چې هغه افت ډېر سخت وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan