Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 9:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 خو ما تۀ د دې دپاره بادشاه کړې چې خپل طاقت ستا په ذريعه څرګند کړم او چې زما نوم په ټوله دُنيا کښې خور شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 9:16
30 Iomraidhean Croise  

د زمکې په مخ باندې د بنى اِسرائيلو په شان بل يو قوم هم نشته، چې هغوئ تا د غلامۍ نه خلاص کړل د دې دپاره چې هغوئ ستا خپل خلق شى. تا چې د هغوئ دپاره کوم لوئ او عجيبه کارونه کړى دى د هغې په وجه ستا نوم په دُنيا کښې مشهور او خور شوے دے. چې ستا خلق مخ په وړاندې تلل نو تا نور قومونه او د هغوئ معبودان لرې کړل، هغه خلق کوم چې تا د مِصر نه آزاد کړل د دې دپاره چې ستا خپل خلق شى.


په هغه شپه د اسوريانو خېمو ته د مالِک خُدائ يوه فرښته ننوتله او يو لاک پينځۀ اتيا زره فوجيان يې ووژل. په ورپسې سحر وختى هغوئ ټول هلته مړۀ پراتۀ وُو.


قومونو ته د هغۀ د جلال اِعلان وکړئ، ټولو خلقو ته د هغۀ د عجيبه کارنامو بيان وکړئ.


تا د فِرعون خِلاف عجيبه معجزې وکړې، دا معجزې د هغۀ آفسرانو او د هغه مُلک د خلقو خِلاف وې، ځکه چې تا ته پته وه چې هغوئ ستا په خلقو باندې څومره ظلم کولو. تا هغه شُهرت حاصل کړو چې تر ننه پورې يې لرې.


خو بيا هم هغۀ د خپل نوم په خاطر هغوئ بچ کړۀ، د دې دپاره چې هغه په دې خپل طاقت څرګند کړى.


او ټول انسانان به وۀ يريږى. دوئ به د خُدائ پاک د شان کارونه بيان کړى، او د هغۀ په کارونو به فکر کوى.


ځکه د انسانانو غصه ستا د ثناء سبب جوړيږى، او د هغوئ د قهر نتيجه ستا د جلال باعث جوړيږى.


زۀ به د مِصريانو زړونه دومره سخت کړم چې هغوئ به په تاسو پسې درشى، نو په فِرعون، د هغۀ په لښکر، جنګى ګاډو او د هغۀ په آسونو سوارو کسانو فتح موندلو په وجه به زما عزت وشى.


زۀ به د فِرعون زړۀ سخت کړم او هغه به په دوئ پسې وى، خو زۀ به د فِرعون او د هغۀ په ټول لښکر فتح ومومم نو داسې به زما عزت وشى، او مِصريانو ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“ نو بنى اِسرائيلو فرمانبردارى وکړه.


اوس ما ته پته ولګېده چې مالِک خُدائ د نورو ټولو معبودانو نه لوئ دے، ځکه چې هغۀ خپل خلق د مِصريانو نه بچ کړل کله چې مِصريانو دوئ ته سپک کتل.“


کۀ ما خپل لاس اوچت کړے وے او تۀ او ستا خلق مې په بيمارو وهلے وے، نو تاسو به د دُنيا نه ورک شوى وئ.


خو تر اوسه پورې تۀ خپل ځان ته لوئ ګورې او زما خلق تلو ته نۀ پرېږدې.


مالِک خُدائ هر څۀ د خپل مقصد د پوره کولو دپاره پېدا کړى دى، تر دې چې بدکاران يې هم د تباهۍ د ورځې دپاره پېدا کړى دى.


تا په مِصر کښې معجزې او حېرانونکى کارونه کړى دى، او ستا دا سلسله په بنى اِسرائيلو او په ټولو انسانانو کښې تر ننه پورې راروانه ده، او تر نن ورځ پورې تا خپل نوم ته جلال ورکړو.


زۀ به د قومونو په مينځ کښې خپل جلال ښکاره کړم، او ټول قومونه به وګورى هغه سزا چې زۀ يې نازلوم او هغه لاس چې ما په هغوئ باندې اېښے دے.


زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى، د نمر راختو نه تر نمر پرېوتو پورې. په هر ځائ کښې به خوشبودارې او پاکې نذرانې ما ته راوړے شى، ځکه چې زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


”لعنت دې وى په هغه دوکه باز باندې چې په رمه کښې يې څُرب نر څاروے وى او نذرونه يې منلې وى، خو مالِک ته مات ګوډ څاروے قربانى کړى.“ نو مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، ”زۀ لوئ بادشاه يم، او په قومونو کښې خلق زما د نوم نه يريږى.“


خو زما دې په خپل ذات او جلال قسم وى د کوم جلال نه چې ټوله زمکه ډکه ده،


ځکه چې خُدائ پاک په خپل کلام کښې فِرعون ته فرمائى چې، ”خو ما تۀ د دې دپاره بادشاه کړې چې خپل طاقت ستا په ذريعه څرګند کړم او چې زما نوم په ټوله دُنيا کښې خور شى.“


خو کۀ د خُدائ پاک مرضى وه چې خپل غضب وښائى او خپل طاقت څرګند کړى نو ځکه يې د غضب هغه لوښو سره ډېر صبر وکړو چې د تباه کېدو دپاره تيار شوى وُو،


او د دې په وجه به د دُنيا ټولو قومونو ته پته ولګى چې د مالِک خُدائ په لاس کښې قُدرت دے او تاسو به د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک نه د همېشه دپاره يرېږئ.“


نو کۀ څوک د خُدائ پاک د مرضى خيال ساتى او په ناحقه مصيبتونه او دردونه زغمى نو دا د هغۀ دپاره د خُدائ پاک فضل دے.


او، ”يو داسې کاڼے چې د تيندک باعث جوړيږى او خلق پرې تيندک خورى او راغورزيږى.“ هغوئ تيندک خورى ځکه چې هغوئ د کلام نافرمانى کوى او هغوئ د دې کولو دپاره اول نه مقرر شوى وُو.


ځکه چې څۀ خلق ستاسو په مينځ کښې راګډ شوى دى په چا چې د ډېر پخوا نه د مجرمانو مهر لګولے شوے دے، بې‌دينه خلق څوک چې زمونږ د خُدائ پاک فضل په عياشۍ بدلوى او زمونږ د يک يو مالِک، مالِک عيسىٰ مسيح نه اِنکار کوى.


زمونږ مدد وکړه، مونږ به د هغه طاقتورو معبودانو نه څوک بچ کړى؟ دا هغه معبودان دى چا چې په صحرا کښې مِصريان هلاک کړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan