10 نو هغوئ ايرې راواخستلې او د فِرعون په مخکښې ودرېدل، موسىٰ دا د آسمان طرف ته لړه کړې، نو په خلقو او ځناورو باندې دانې راوختلې او سخا شوې.
جادوګران د دې قابل نۀ وُو چې د موسىٰ په مخکښې ولاړ وے، ځکه چې د نورو ټولو مِصريانو په شان دوئ هم په دانو پټ وُو.
بيا مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته وفرمائيل، ”د بټۍ نه يو څو لَپې ايرې راواخلئ، دا به موسىٰ د فِرعون په مخکښې د آسمان طرف ته لړه کړى.
دا به د دوړې په شان د مِصر په ټول مُلک کښې خورې شى او په هر ځائ کښې به دا دانې په خلقو او ځناورو راوخېژى.“
مالِک خُدائ به په تاسو باندې دانې راوخېژوى، لکه څنګه چې هغۀ په مِصريانو راخېژولې وې. هغه به ستاسو بدنونه د دردونو سره مات کړى. تاسو به په خارښت او دانو باندې پټ شئ، خو د دې به هيڅ علاج نۀ وى.