8 نو فِرعون موسىٰ او هارون راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ ته سوال وکړئ چې دا چيندخې لرې کړى، نو زۀ به ستاسو خلق تلو ته پرېږدم، نو چې دوئ به مالِک خُدائ ته قربانۍ پېش کړى.“
يربعام بادشاه پېغمبر ته ووئيل، ”مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک ته زما دپاره دُعا وکړه او هغۀ ته سوال وکړه چې زما لاس روغ کړى.“ نو پېغمبر مالِک خُدائ ته سوال وکړو او د بادشاه لاس روغ شو.
خُدائ پاک ته ووايئ، ”ستا کارونه هيبتناک دى او زور طاقت دې ډېر لوئ دے. نو ځکه ستا ټولو دشمنانو ستا په وړاندې خپل سرونه ټيټ کړى دى.
نو فِرعون سمدستى موسىٰ او هارون راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”ما د مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک او ستاسو خِلاف ګناه کړې ده.
نو اوس دا يو ځل زما ګناه معاف کړه او مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته سوال وکړه چې دا د مرګ افت زما نه لرې کړى.“
موسىٰ د فِرعون نه لاړو او مالِک خُدائ ته يې سوال وکړو.
چې کله فِرعون خبر شو چې بنى اِسرائيل تښتېدلى دى، نو هغۀ او د هغۀ درباريانو خپلې ارادې بدلې کړې او وې وئيل، ”مونږ دا څۀ کړى دى؟ مونږ بنى اِسرائيل تښتېدلو ته پرېښودل، زمونږ غلامان زمونږ د لاس نه لاړل.“
خو موسىٰ مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته سوال کولو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، تۀ ولې خپلو خلقو ته دومره په قهر يې، چې هغوئ دې د خپل لوئ طاقت او خپل لوئ قُدرت سره د مِصر د مُلک نه راوويستل؟
خو فِرعون ترې تپوس وکړو، ”دا مالِک خُدائ څوک دے؟ زۀ ولې د هغۀ خبره ومنم او بنى اِسرائيل تلو ته پرېږدم؟ نۀ زۀ مالِک خُدائ پېژنم، او نۀ به بنى اِسرائيل تلو ته پرېږدم.“
فِرعون چې کله دا وليدل چې خېر شو، نو هغۀ بيا خپل زړۀ سخت کړو، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، چې فِرعون به د موسىٰ او هارون خبره نۀ اورى.
موسىٰ ورته وفرمائيل، ”چې څنګه زۀ لاړ شم، نو زۀ به مالِک خُدائ ته سوال وکړم چې سبا ستا، ستا د درباريانو او ستا د خلقو نه مچان لاړ شى. خو چې بيا تۀ مونږ له دوکه رانۀ کړې او چې خلق د تلو نه ايسار نۀ کړې چې مالِک خُدائ ته قربانۍ وکړى.“
خو دا ځل هم فِرعون زړۀ سخت کړو او بيا يې خلق تلو ته نۀ پرېښودل.
موسىٰ ورته وفرمائيل، ”بادشاه سلامت، تۀ صِرف وخت مقرر کړه چې زۀ ستا، ستا درباريانو او ستا د خلقو دپاره سوال وکړم، چې تۀ او ستاسو کورونه د چيندخو نه خلاص شى او د نيل درياب نه بغېر به هيچرته هم پاتې نۀ شى.“
فِرعون موسىٰ او هارون راوغوښتل او ورته يې وفرمائيل، ”دا ځل زما نه ګناه شوې ده، مالِک خُدائ صادق دے او زۀ او زما خلق بدعمله يُو.
مالِک خُدائ ته سوال وکړه. نور مونږ دې ږلۍ او تندرونو ته نۀ شُو ټينګېدے. زۀ به تاسو تلو ته پرېږدم، تاسو به دلته نور نۀ ايسارېږئ.“
موسىٰ د فِرعون نه لاړو او د ښار نه بهر ووتلو او خپل لاسونه يې مالِک خُدائ ته پورته کړل. تندرونه، ږلۍ او باران هر څۀ ودرېدل.
خلق موسىٰ له راغلل او ورته يې ووئيل، ”مونږ دا ګناه کړې ده چې د مالِک خُدائ او ستا خِلاف مو خبرې کړې دى. نو مالِک خُدائ ته سوال وکړه چې دا ماران لرې کړى.“ نو موسىٰ د خلقو دپاره دُعا وکړه.
نو شمعون جواب ورکړو چې، ”تاسو د مالِک نه زما دپاره دُعا وغواړئ، څۀ چې تا ووئيل، هغه مصيبت په ما رانۀ شى.“
او هغوئ سموئيل ته ووئيل، ”مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته زمونږ دپاره سوال وکړه، نو داسې به مونږ نۀ مړۀ کيږُو. اوس مونږ ته دا پته لګېدلې ده چې د نورو ټولو ګناهونو نه علاوه مونږ دا ګناه هم کړې ده چې يو بادشاه مو غوښتے دے.“