7 خو جادوګرانو د جادو نه کار واخستلو او دوئ هم چيندخې جوړې کړې او د مِصر مُلک ته يې راوړې.
نو فِرعون هم خپل د غېب عِلم لرونکى خلق او جادوګران راوغوښتل او هغوئ هم د جادو په ذريعه هم هغه شان وکړل.
بيا د فِرعون جادوګرانو د خپل جادو په ذريعه هم دغه شان وکړل او د فِرعون زړۀ هم هغه شان سخت وو. لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، هغۀ د موسىٰ او هارون د خبرې اورېدو نه اِنکار وکړو.
جادوګرانو هم زمکه ووهله چې د خپل جادو نه کار واخلى چې ماشى راولى، خو دوئ ناکام شول. نو ماشى په بنيادمو او ځناورو پورې انښتى وُو،
دروغژن مسيحيان او دروغژن نبيان به راښکاره شى او لوئې معجزې او نښې به ښکاره کوى، او کۀ ممکن وى نو غوره شوى خلق به بېلارې کړى.
او څنګه چې ينيس او يمبريس د موسىٰ مخالفت کړے وو، نو دې بېعقلو او دروغژنو ايمان لرونکو سړو هم د حقيقت مخالفت وکړو.
او هغې له دا اختيار ورکړے شو چې د هغې اولنۍ بلا په ځائ معجزې وکړى او د دُنيا اوسېدونکى دوکه کړى او ورته يې حُکم وکړو چې د هغې اولنۍ په شان يو بُت جوړ کړئ چې د تُورې ګزار يې خوړلے وو خو بيا هم لا ژوندې وه.