31 نو مالِک خُدائ د موسىٰ سوال قبول کړو. مچان د فِرعون، د هغۀ د درباريانو او د هغۀ د خلقو نه لاړل، يو مچ هم پاتې نۀ شو.
نشته يو هم نشته ټول دى اوړېدلى په غلطه لار روان، نشته دے يو کس هم چرته نشته دے نېکان.
کۀ تۀ زما خلق تلو ته پرې نۀ ږدې، نو زۀ به په تا، ستا په درباريانو او ستا په خلقو بېشمېره مچان نازل کړم، د مِصريانو کورونه به د مچانو نه ډک وى او زمکه به ورباندې پټه وى.
موسىٰ د فِرعون د دربار نه لاړو او مالِک خُدائ ته يې سوال وکړو،
خو دا ځل هم فِرعون زړۀ سخت کړو او بيا يې خلق تلو ته نۀ پرېښودل.
کۀ په بدعمله باندې رحم وشى نو هغه د اِنصاف په مطلب ځان نۀ پوهوى، بلکې په کوم مُلک کښې چې اِنصاف کيږى هلته هم هغوئ بدعملى کوى، هغوئ د مالِک خُدائ لوئى نۀ منى.