Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 8:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 د نيل درياب به د بې‌شمېره چيندخو نه ډک وى. دا به ستا محل، ستا د څملاستو کوټې او کټ ته، ستا د درباريانو او د خلقو کورونو ته او ستاسو تنورونو او د اوړو ښانکونو ته به هم دروخېژى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 8:3
8 Iomraidhean Croise  

د اخزياه يوه ناسکه خور يهوسبع وه، د هغې وادۀ د يهويدع اِمام سره شوے وو. هغې په پټه باندې د اخزياه يو زوئ يوآس بچ کړو، هغه يې د هغه نورو شهزادګانو نه يوړو کوم چې قتل کېدونکے وو او هغه او د هغۀ خِدمتګاره يې پټ کړل او د اودۀ کېدو په يوه کوټه کښې د هغوئ خيال ساتلو. نو داسې يهوسبع د هغۀ د پټ ساتلو په وجه باندې هغه د عتلياه د لاسه د مرګ نه بچ کړو.


د دوئ ټول مُلک د چيندخانو نه ډک شو، او تر دې چې د بادشاهانو په کمرو کښې ښکاره شول چيندخان.


د قحطۍ مُولخانو نه به ستاسو کورونه، ستا د ټولو درباريانو او ستا د ټولو خلقو کورونه ډک شى. دا به د هغه هر څۀ نه بدتر وى چې کوم ستا پلار نيکۀ په تاريخ کښې ليدلى دى.“ بيا موسىٰ راوګرځېدو او د فِرعون نه لاړو.


نو خلقو د پتيرې پېړو ښانکونه ډک کړل او په څادرو کښې يې وتړل او د ځان سره يې يوړل.


نو فِرعون هم خپل د غېب عِلم لرونکى خلق او جادوګران راوغوښتل او هغوئ هم د جادو په ذريعه هم هغه شان وکړل.


تۀ، ستا درباريان او ستا خلق به د چيندخو نه خلاص شى او د نيل درياب نه غېر به هيچرته هم پاتې نۀ شى.“


کۀ تا اِنکار وکړو، نو زۀ به ستا په ټول مُلک داسې افت راولم چې په چيندخو به يې پټ کړم.


چيندخې به په تا، ستا په خلقو او ستا په ټولو درباريانو دروخېژى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan