Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 8:29 - Pakistani Yousafzai Pashto

29 موسىٰ ورته وفرمائيل، ”چې څنګه زۀ لاړ شم، نو زۀ به مالِک خُدائ ته سوال وکړم چې سبا ستا، ستا د درباريانو او ستا د خلقو نه مچان لاړ شى. خو چې بيا تۀ مونږ له دوکه رانۀ کړې او چې خلق د تلو نه ايسار نۀ کړې چې مالِک خُدائ ته قربانۍ وکړى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 8:29
9 Iomraidhean Croise  

خُدائ پاک ته ووايئ، ”ستا کارونه هيبتناک دى او زور طاقت دې ډېر لوئ دے. نو ځکه ستا ټولو دشمنانو ستا په وړاندې خپل سرونه ټيټ کړى دى.


فِرعون چې کله دا وليدل چې خېر شو، نو هغۀ بيا خپل زړۀ سخت کړو، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، چې فِرعون به د موسىٰ او هارون خبره نۀ اورى.


نو فِرعون موسىٰ او هارون راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ ته سوال وکړئ چې دا چيندخې لرې کړى، نو زۀ به ستاسو خلق تلو ته پرېږدم، نو چې دوئ به مالِک خُدائ ته قربانۍ پېش کړى.“


خو ما ته پته ده چې تۀ او ستا درباريان اوس هم د مالِک خُدائ، خُدائ پاک نه نۀ يرېږئ.“


يرمياه هغوئ ته په جواب کښې وفرمائيل چې، ”صحيح ده، زۀ به مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ته هم هغه شان دُعا وکړم لکه څنګه چې تاسو ما ته خواست وکړو، او زۀ به هر هغه څۀ تاسو ته ووايم چې هغه څۀ ما ته وفرمائى. زۀ به ستاسو نه هيڅ څيز هم نۀ پټوم.“


خپل ځان له دوکه مۀ ورکوئ، څوک هم د خُدائ پاک پورې ټوقې نۀ شى کولے، ځکه څوک چې څۀ کَرى هغه به رېبى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan