24 مالِک خُدائ هم داسې وکړل او بېشمېره مچان د فِرعون محل ته او د هغۀ د درباريانو کورونو ته راننوتل. د بېشمېره مچانو په وجه د مِصر ټول مُلک وران شو.
د هغۀ په حُکم راغلل د مچانو لښکرونه، او ورسره راغلل د ماشو لښکرونه.
هغۀ دوئ پسې د مچانو لښکر راولېږلو چې دوئ تباه کړى، او د چيندخانو عذاب چې دوئ ته تکليف ورکړى.
مِصريانو دا راغونډې کړې او لوئ ډېرى يې ترې جوړ کړل او ټول مُلک سخا بوئ کولو.
کۀ تۀ زما خلق تلو ته پرې نۀ ږدې، نو زۀ به په تا، ستا په درباريانو او ستا په خلقو بېشمېره مچان نازل کړم، د مِصريانو کورونه به د مچانو نه ډک وى او زمکه به ورباندې پټه وى.
او زۀ به د خپلو خلقو او ستا د خلقو په مينځ کښې فرق راولم. دا نښه به سبا څرګنده شى.“
چيندخې به په تا، ستا په خلقو او ستا په ټولو درباريانو دروخېژى.“