23 او زۀ به د خپلو خلقو او ستا د خلقو په مينځ کښې فرق راولم. دا نښه به سبا څرګنده شى.“
بيا اليشع ورته وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ کلام ته غوږ ونيسه. مالِک خُدائ داسې فرمائى، سبا دا وخت به د سپينو زرو په يوه سيکه باندې درې کلو ښۀ اوړۀ يا شپږ کلو اوربشې د سامريه د دروازې خولې سره خرڅولے شى.“
کۀ تۀ هم دغه شان اِنکار کوې، نو ګوره، سبا به زۀ ستا مُلک ته د قحطۍ مُلخان درولېږم.
زما خلق به ستا خبره واورى. نو تۀ د بنى اِسرائيلو مشران د مِصر بادشاه له بوځه او هغۀ ته ووايه چې، مالِک خُدائ د عبرانيانو خُدائ پاک، مونږ ته په خپله ځان څرګند کړو. اوس تۀ مونږ په صحرا کښې د درېو ورځو سفر ته پرېږده چې مالِک خُدائ، زمونږ خُدائ پاک ته قربانۍ پېش کړُو.
خو په هغه ورځ به زۀ د جشن علاقه بچ کړم، چرته چې زما خلق اوسيږى، نو هلته به مچان بېخى نۀ وى. زۀ چې داسې وکړم نو تا ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ، په دې مُلک کښې حاضر يم.
مالِک خُدائ هم داسې وکړل او بېشمېره مچان د فِرعون محل ته او د هغۀ د درباريانو کورونو ته راننوتل. د بېشمېره مچانو په وجه د مِصر ټول مُلک وران شو.
ما مالِک خُدائ سبا وخت د دې کار کولو دپاره مقرر کړے دے.“