Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 8:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 خو په هغه ورځ به زۀ د جشن علاقه بچ کړم، چرته چې زما خلق اوسيږى، نو هلته به مچان بېخى نۀ وى. زۀ چې داسې وکړم نو تا ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ، په دې مُلک کښې حاضر يم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 8:22
19 Iomraidhean Croise  

نو هغۀ ته ووايئ چې تاسو د وړوکوالى نه تر اوسه پورې څاروى ساتئ، لکه څنګه چې ستاسو پلار نيکۀ ساتل. نو داسې هغه به تاسو د جشن په علاقه کښې اوسېدو ته پرېږدى.“ يوسف داسې ځکه وفرمائيل چې مِصريانو شپانو ته په سپک نظر کتل.


مالِک خُدائ به د صيون نه ستا زورَوره امسا راوغزوى، نو تۀ به په خپلو دشمنانو باندې حکومت کوې.


خو پاکه خُدايه د ازله تۀ يې بادشاه زما، زمکې له راوړے خلاصون دے تا.


مِصريانو تر درېو ورځو پورې يو بل نۀ شُو ليدلے او هيڅ څوک هم د خپل خپل ځائ نه ونۀ خوځېدل، خو چې په کوم ځائ کښې بنى اِسرائيل اوسېدل هلته رڼا وه.


په چوکاټونو د وينې نښه به ما ته هغه کورونه په نښه کوى چې تاسو په کښې اوسېږئ. چې کله زۀ مِصريان هلاکوم او زۀ دې وينې ته ګورم، نو د څۀ نقصان رسولو نه بغېر به ستاسو نه تېر شم.


اوس، کۀ تاسو زما فرمانبردارى وکړئ او زما په لوظ باندې ټينګ ودرېږئ، نو بيا به تاسو په ټولو خلقو کښې زما خپل خاص خلق يئ، هسې خو ټوله زمکه زما ده.


په شپږو ورځو کښې ما يعنې مالِک خُدائ زمکه، آسمان، سمندر او په دې کښې چې هر څۀ هم دى جوړ کړل، خو په اوومه ورځ يې څۀ ونۀ کړل. نو دا ځکه ما مالِک خُدائ د سبت ورځې له برکت ورکړو او مقدسه مې کړه.


نو اوس، بادشاه سلامت، مالِک خُدائ به يو داسې کار وکړى چې تا ته پته ولګى چې هغه په رښتيا مالِک خُدائ دے. ګوره، زما په لاس کښې چې کومه امسا ده زۀ د درياب اوبۀ په دې وهم او د اوبو نه به وينه جوړه شى.


نو مِصريانو ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم، چې کله زۀ د دوئ خِلاف خپل لاس اوچت کړم نو بنى اِسرائيل د هغوئ د مُلک نه بهر بوځم.“


فِرعون ورته ووئيل، ”سبا زما دپاره سوال وکړه.“ موسىٰ ورته وفرمائيل، ”زۀ به هم دغسې وکړم لکه څنګه چې تا ووئيل نو بيا به تا ته پته ولګى چې د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک په شان بل هيڅ څوک هم نشته.


کۀ تۀ زما خلق تلو ته پرې نۀ ږدې، نو زۀ به په تا، ستا په درباريانو او ستا په خلقو بې‌شمېره مچان نازل کړم، د مِصريانو کورونه به د مچانو نه ډک وى او زمکه به ورباندې پټه وى.


او زۀ به د خپلو خلقو او ستا د خلقو په مينځ کښې فرق راولم. دا نښه به سبا څرګنده شى.“


خو صِرف د جشن په علاقه کښې، چرته چې بنى اِسرائيل اوسېدل، هلته لږه ږلۍ هم نۀ وه ورېدلې.


موسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ چې څنګه د ښار نه لاړ شم، نو زۀ به د دُعا دپاره خپل لاسونه مالِک خُدائ ته پورته کړم. نو تندر به بس شى او نوره ږلۍ به نۀ وريږى، نو داسې به تا ته پته ولګى چې زمکه د مالِک خُدائ ده.


زۀ به د بنى اِسرائيلو او د مِصريانو د څاروو په مينځ کښې فرق راولم او د بنى اِسرائيلو يو څاروے به هم نۀ مرى.


بله ورځ مالِک خُدائ هم هغسې وکړل لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو. د مِصريانو ټول څاروى مړۀ شول، خو د بنى اِسرائيلو يو څاروے هم مړ نۀ شو.


نو زۀ به په مِصر سزا نازله کړم، او هغوئ به پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“


او بيا به تاسو د صادقانو او بدعملو په اَنجام کښې فرق وګورئ، او هم به تاسو د هغوئ اَنجام کښې فرق وګورئ څوک چې د خُدائ پاک خِدمت کوى او څوک يې چې نۀ کوى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan