18 جادوګرانو هم زمکه ووهله چې د خپل جادو نه کار واخلى چې ماشى راولى، خو دوئ ناکام شول. نو ماشى په بنيادمو او ځناورو پورې انښتى وُو،
سحر هغه پرېشان وو، نو هغۀ د مِصر ټول نجوميان او هوښيار خلق راوغوښتل. هغۀ ورته خپل خوبونه ووئيل، خو هيچا هم هغۀ ته د دې تعبير نۀ شو ښودلے.
مِصريانو تر درېو ورځو پورې يو بل نۀ شُو ليدلے او هيڅ څوک هم د خپل خپل ځائ نه ونۀ خوځېدل، خو چې په کوم ځائ کښې بنى اِسرائيل اوسېدل هلته رڼا وه.
نو فِرعون هم خپل د غېب عِلم لرونکى خلق او جادوګران راوغوښتل او هغوئ هم د جادو په ذريعه هم هغه شان وکړل.
هغوئ خپلې امساګانې وغورزولې او د امساګانو نه ماران جوړ شول. خو د هارون امسا د هغوئ امساګانې تېرې کړې.
خو جادوګرانو د جادو نه کار واخستلو او دوئ هم چيندخې جوړې کړې او د مِصر مُلک ته يې راوړې.
جادوګران د دې قابل نۀ وُو چې د موسىٰ په مخکښې ولاړ وے، ځکه چې د نورو ټولو مِصريانو په شان دوئ هم په دانو پټ وُو.
اے د مِصر بادشاه، ستا هغه هوښيار مشيران چرته دى؟ هغوئ دې معلوم کړى او تا ته دې ووائى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج د مِصر دپاره څۀ منصوبې لرى.
نو کله چې جادوګر، فالګر، نجوميان او قسمت معلومونکى راغلل، ما هغوئ ته خوب ووئيلو خو هغوئ د هغې تعبير ما ته ونۀ کړے شو.
نو بيا د بادشاه ټول هوښياران راغلل، خو هغوئ هغه ليکل ونۀ شُو لوستلے او نۀ يې بادشاه ته دا وئيلے شُو چې د دې څۀ مطلب دے.
هغۀ جواب ورکړو، ”ما دا وليدل چې شېطان لکه د برېښنا په شان د آسمان نه راکوز شو.