17 نو هارون زمکه په خپله امسا ووهله او د مِصر د مُلک د ټولې خاورې نه ماشى جوړ شول، چې ټول خلق او ځناور يې پټ کړل.
د هغۀ په حُکم راغلل د مچانو لښکرونه، او ورسره راغلل د ماشو لښکرونه.
هغۀ دوئ پسې د مچانو لښکر راولېږلو چې دوئ تباه کړى، او د چيندخانو عذاب چې دوئ ته تکليف ورکړى.
ما تا ته وفرمائيل چې زما زوئ پرېږده چې لاړ شى، چې هغه زما عبادت وکړى، خو تا اِنکار وکړو. نو زۀ به اوس ستا مشر زوئ ووژنم.“
د دې نه پس موسىٰ او هارون د فِرعون دربار ته لاړل او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، زما خلق تلو ته پرېږده چې دوئ زما د عزت دپاره په صحرا کښې اختر وکړى.“
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”هارون ته ووايه چې زمکه په خپله امسا ووهه، نو د ټول مِصر د مُلک خاورې نه به ماشى جوړ شى.“
خو دا د مالِک خُدائ ربُ الافواج منصوبه وه چې هغه به ټول د شان او شوکت والا خلق سپک کړى، او عزتمند کسان به وشرموى.
نو سمدستى د مالِک خُدائ يوې فرښتې هيروديس ووهلو، ځکه چې هغۀ د خُدائ پاک تمجيد ونۀ کړو، او هغه چينجو وخوړو او مړ شو.