Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 8:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”هارون ته ووايه چې زمکه په خپله امسا ووهه، نو د ټول مِصر د مُلک خاورې نه به ماشى جوړ شى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 8:16
7 Iomraidhean Croise  

د هغۀ په حُکم راغلل د مچانو لښکرونه، او ورسره راغلل د ماشو لښکرونه.


ما تا ته وفرمائيل چې زما زوئ پرېږده چې لاړ شى، چې هغه زما عبادت وکړى، خو تا اِنکار وکړو. نو زۀ به اوس ستا مشر زوئ ووژنم.“


د دې نه پس موسىٰ او هارون د فِرعون دربار ته لاړل او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، زما خلق تلو ته پرېږده چې دوئ زما د عزت دپاره په صحرا کښې اختر وکړى.“


فِرعون چې کله دا وليدل چې خېر شو، نو هغۀ بيا خپل زړۀ سخت کړو، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، چې فِرعون به د موسىٰ او هارون خبره نۀ اورى.


نو هارون زمکه په خپله امسا ووهله او د مِصر د مُلک د ټولې خاورې نه ماشى جوړ شول، چې ټول خلق او ځناور يې پټ کړل.


جادوګرانو هم زمکه ووهله چې د خپل جادو نه کار واخلى چې ماشى راولى، خو دوئ ناکام شول. نو ماشى په بنيادمو او ځناورو پورې انښتى وُو،


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”هارون ته ووايه چې خپله امسا د دريابونو، نِهرونو او ډنډونو دپاسه ونيسه او چيندخې به د مِصر په مُلک وروخېژوى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan