1 بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”فِرعون له ورشه او هغۀ ته ووايه چې مالِک خُدائ فرمائى، زما خلق تلو ته پرېږده چې دوئ زما عبادت وکړى.
د دوئ ټول مُلک د چيندخانو نه ډک شو، او تر دې چې د بادشاهانو په کمرو کښې ښکاره شول چيندخان.
خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”زۀ به ستا مل يم او چې تۀ کله دا خلق د مِصر نه بهر بوځې، نو تۀ به په دې غر دپاسه زما عبادت وکړې. هغه به د دې ثبوت وى چې تۀ ما لېږلے يې.“
زما خلق به ستا خبره واورى. نو تۀ د بنى اِسرائيلو مشران د مِصر بادشاه له بوځه او هغۀ ته ووايه چې، مالِک خُدائ د عبرانيانو خُدائ پاک، مونږ ته په خپله ځان څرګند کړو. اوس تۀ مونږ په صحرا کښې د درېو ورځو سفر ته پرېږده چې مالِک خُدائ، زمونږ خُدائ پاک ته قربانۍ پېش کړُو.
ما تا ته وفرمائيل چې زما زوئ پرېږده چې لاړ شى، چې هغه زما عبادت وکړى، خو تا اِنکار وکړو. نو زۀ به اوس ستا مشر زوئ ووژنم.“
د دې نه پس موسىٰ او هارون د فِرعون دربار ته لاړل او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، زما خلق تلو ته پرېږده چې دوئ زما د عزت دپاره په صحرا کښې اختر وکړى.“
موسىٰ او هارون ورته وفرمائيل، ”د عبرانيانو خُدائ پاک مونږ ته په خپله راڅرګند شوے دے. مونږ پرېږده چې په صحرا کښې درې ورځې سفر وکړُو چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک ته قربانۍ پېش کړُو. کۀ مونږ داسې ونۀ کړل، نو هغه به مونږ په وبا يا په جنګ ووژنى.“
بيا فِرعون ته ووايه چې مالِک خُدائ د عبرانيانو خُدائ پاک، زۀ رالېږلے يم چې تا ته ووايم چې د هغۀ خلق تلو ته پرېږده چې دوئ په صحرا کښې د هغۀ عبادت وکړى. خو ګوره، تا تر اوسه پورې دا خبره ونۀ منله.
چې مالِک خُدائ په درياب افت راوستلے وو نو اووۀ ورځې د هغې نه پس تېرې شوې.
کۀ تا اِنکار وکړو، نو زۀ به ستا په ټول مُلک داسې افت راولم چې په چيندخو به يې پټ کړم.
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”سبا سحر وختى لاړ شه او د فِرعون سره مِلاو شه چې کله هغه درياب ته ځى، نو هغۀ ته ووايه چې مالِک خُدائ فرمائى، زما خلق تلو ته پرېږده چې دوئ زما عبادت وکړى.
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”فِرعون له لاړ شه او ورته ووايه چې مالِک خُدائ، د عبرانيانو خُدائ پاک فرمائى، چې زما خلق تلو ته پرېږده چې زما عبادت وکړى.
بيا مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”خپله نېزه د عى طرف ته کړه، زۀ دا ښار تا له درکوم.“ يشوَع ته چې څنګه ووئيلے شول نو هغسې يې وکړل.