هِجرت 7:3 - Pakistani Yousafzai Pashto3-4 خو زۀ به د فِرعون زړۀ سخت کړم. کۀ زۀ هر څومره زياتې نښې او معجزې په مِصر کښې ښکاره کړم خو هغه به ستا خبره وانۀ ورى. بيا به زۀ د مِصريانو خِلاف د خپل لوئ طاقت نه کار واخلم او دوئ له به سخته سزا ورکړم. او زۀ به د خپل قوم خلق، بنى اِسرائيل د مِصر مُلک نه وباسم. Faic an caibideil |
بل خُدائ کله هم دا جرأت کړے دے چې د بل قوم نه خلق روان کړى او بو يې ځى او هغوئ خپل خلق جوړ کړى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو دپاره په مِصر کښې وکړل؟ ستاسو د سترګو په وړاندې هغۀ د خپل لوئ طاقت او قوت نه کار واخستلو، هغۀ وباګانې او جنګ راوستلو، معجزې او نښې يې وښودلې او يروونکى کارونه يې وکړل.