21 په درياب کښې کبان مړۀ شول او دومره سخا بوئ يې کولو چې مِصريانو د درياب نه اوبۀ نۀ شوې څښلے. او د مِصر په ټول مُلک کښې وينه وه.
او هغۀ د دوئ اوبۀ په وينو بدلې کړې، او د دوئ کبان يې په کښې مړۀ کړل.
کبان به مړۀ شى او د درياب اوبۀ به دومره سخت بوئ شروع کړى چې مِصريان به ترې اوبۀ نۀ شى څښلے.“
نو موسىٰ او هارون هم هغسې وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو. د فِرعون او د هغۀ درباريانو په مخکښې، هارون خپله امسا اوچته کړه او د درياب اوبۀ يې پرې ووهلې او د درياب د ټولو اوبو نه وينه جوړه شوه.
بيا د فِرعون جادوګرانو د خپل جادو په ذريعه هم دغه شان وکړل او د فِرعون زړۀ هم هغه شان سخت وو. لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، هغۀ د موسىٰ او هارون د خبرې اورېدو نه اِنکار وکړو.
مِصريانو دا راغونډې کړې او لوئ ډېرى يې ترې جوړ کړل او ټول مُلک سخا بوئ کولو.
ماهيګر به فرياد کوى او ژاړى به، د کُنډو او د جالونو والا به غمژن وى.
او په دې باندې د سمندر درېمه حِصه ژوندى مخلوقات مړۀ شول او د سمندرى جهازونو دريمه حِصه په اوبو کښې ډوب شول.