Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 7:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 نو موسىٰ او هارون هم هغسې وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو. د فِرعون او د هغۀ درباريانو په مخکښې، هارون خپله امسا اوچته کړه او د درياب اوبۀ يې پرې ووهلې او د درياب د ټولو اوبو نه وينه جوړه شوه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 7:20
14 Iomraidhean Croise  

اليشع جيحازى له مخ راوړولو او ورته يې وفرمائيل، ”ځان تيار کړه، زما امسا واخله او لاړ شه. په لاره باندې د چا سره سلام دُعا مۀ کوه او کۀ په تا څوک سلام اچوى نو جواب هم مۀ ورکوه. هغه کور ته سيدها لاړ شه او زما امسا د هلک په مخ باندې کېږده.“


او هغۀ د دوئ اوبۀ په وينو بدلې کړې، او د دوئ کبان يې په کښې مړۀ کړل.


هغۀ د دوئ سيندونه په وينو بدل کړل، دوئ د خپلو نِهرونو اوبۀ څښلے نۀ شوې.


کۀ د دې دواړو معجزو باوجود هم هغوئ په تا يقين ونۀ کړى او کۀ هغوئ ستا د خبرې اورېدو نه اِنکار وکړى، نو لږې اوبۀ د نيل درياب نه راواخله او په اوچه زمکه يې توئ کړه. نو د اوبو نه به وينه جوړه شى.“


نو موسىٰ او هارون فِرعون له لاړل او هغه شان يې وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو. هارون خپله امسا د فِرعون او د هغۀ د درباريانو په مخکښې وغورزوله، نو يو مار ترې نه جوړ شو.


په درياب کښې کبان مړۀ شول او دومره سخا بوئ يې کولو چې مِصريانو د درياب نه اوبۀ نۀ شوې څښلے. او د مِصر په ټول مُلک کښې وينه وه.


موسىٰ او هارون هم هغسې وکړل، لکه څنګه چې مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.


آيا تۀ سيندونو ته غصه وې، اے مالِکه خُدايه؟ ولې ستا قهر د نِهرونو خلاف وو؟ ولې تۀ د سمندر خلاف غصه وې کله چې تۀ په خپلو آسونو او د فتحې په جنګى ګاډو سور وې؟


بيا کله چې دوېمې فرښتې خپل بيګل وغږولو نو لکه يو لوئ غر چې اور پرې بل وى، سمندر ته وغورزولے شو او د سمندر درېمه حِصه وينه شوه،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan