Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 7:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”هارون ته ووايه چې خپله امسا راواخلى او د مِصر ټولو اوبو په طرف يعنې دريابونو، نِهرونو او ډنډونو دپاسه ونيسى. نو د اوبو نه به وينه جوړه شى او د مِصر په ټوله زمکه به وينه وى، داسې د لرګى په لوښو او د خټې په منګو کښې به هم وى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 7:19
15 Iomraidhean Croise  

هغۀ په اوچه ”زمکه“ نوم کېښودو او په يو ځائ راغونډو شوو اوبو يې ”سمندر“ نوم کېښودو. او خُدائ پاک د دې په ليدو خوشحاله وو.


اليشع جيحازى له مخ راوړولو او ورته يې وفرمائيل، ”ځان تيار کړه، زما امسا واخله او لاړ شه. په لاره باندې د چا سره سلام دُعا مۀ کوه او کۀ په تا څوک سلام اچوى نو جواب هم مۀ ورکوه. هغه کور ته سيدها لاړ شه او زما امسا د هلک په مخ باندې کېږده.“


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”خپل لاس اوږد کړه چې د مِصر په مُلک د قحطۍ مُلخان راشى. چې د قحطۍ مُلخان راشى نو هر يو شين بوټے به وخورى، هر هغه څيز چې د ږلۍ نه بچ پاتې وى.“


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”خپل لاس آسمان طرف ته اوږد کړه، نو د مِصر په ټول مُلک به تيارۀ راشى، داسې تکه توره تيارۀ چې چا ته به هيڅ هم نۀ ښکارى.“


خپله امسا پورته کړه او د درياب دپاسه يې ونيسه. اوبۀ به په مينځ بېلې شى او بنى اِسرائيل به د درياب په مينځ کښې په اوچه زمکه پورې وځى.


نو موسىٰ د درياب دپاسه خپل لاس اوږد کړو او مالِک خُدائ د نمرخاتۀ په زورَوره هوا درياب وروستو بوتلو. هوا ټوله شپه وچلېدله او درياب يې په اوچه زمکه بدل کړو. اوبۀ په مينځ بېلې شوې،


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”خپل لاس د درياب دپاسه اوږد کړه، نو اوبۀ به په مِصريانو، د هغوئ په جنګى ګاډو او په آسونو سوارو کسانو واپس راشى.“


کۀ د دې دواړو معجزو باوجود هم هغوئ په تا يقين ونۀ کړى او کۀ هغوئ ستا د خبرې اورېدو نه اِنکار وکړى، نو لږې اوبۀ د نيل درياب نه راواخله او په اوچه زمکه يې توئ کړه. نو د اوبو نه به وينه جوړه شى.“


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”هارون ته ووايه چې زمکه په خپله امسا ووهه، نو د ټول مِصر د مُلک خاورې نه به ماشى جوړ شى.“


موسىٰ د فِرعون نه لاړو او د ښار نه بهر ووتلو او خپل لاسونه يې مالِک خُدائ ته پورته کړل. تندرونه، ږلۍ او باران هر څۀ ودرېدل.


د کپړې جوړوونکى به سخت مايُوسه وى، او ټول کاريګر به پرېشانه وى.


نو ځکه مالِک خُدائ خپلو خلقو ته سخت په قهر دے او خپل لاس يې اوچت کړے دے چې هغوئ له سزا ورکړى. غرونه به وخوځيږى او چې څوک مړۀ شى نو د هغوئ لاشونه به په کوڅو کښې د ګند په شان پاتې شى. خو د مالِک خُدائ غصه به بيا هم نۀ وى سړه شوې او هغۀ به د سزا دپاره لاس اوچت کړے وى.


آيا تۀ سيندونو ته غصه وې، اے مالِکه خُدايه؟ ولې ستا قهر د نِهرونو خلاف وو؟ ولې تۀ د سمندر خلاف غصه وې کله چې تۀ په خپلو آسونو او د فتحې په جنګى ګاډو سور وې؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan