15 په سحر کښې فِرعون له لاړ شه چې کله هغه د نيل درياب ته کوزيږى. د خپل ځان سره هغه امسا هم يوسه چې مار ترې نه جوړ شوے وو او د درياب په غاړه هغۀ ته ودرېږه.
خو خُدائ پاک هيڅ څوک پرې نۀ ښودل چې د هغوئ سره بد سلوک وکړى، د هغوئ د حِفاظت دپاره هغۀ بادشاهانو له خبردارے ورکړو،
د فِرعون لور لامبلو له د درياب غاړې له راغله، د هغې خِدمتګارې هم د درياب په غاړه روانې وې نو ناڅاپه هغې په لوخو کښې هغه ټوکرۍ وليدله او يوه خِدمتګاره يې ورولېږله چې هغې ته يې را وړى.
نو موسىٰ او هارون فِرعون له لاړل او هغه شان يې وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو. هارون خپله امسا د فِرعون او د هغۀ د درباريانو په مخکښې وغورزوله، نو يو مار ترې نه جوړ شو.
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د فِرعون زړۀ سخت دے، هغه خلق تلو ته نۀ پرېږدى.
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”سبا سحر وختى لاړ شه او د فِرعون سره مِلاو شه چې کله هغه درياب ته ځى، نو هغۀ ته ووايه چې مالِک خُدائ فرمائى، زما خلق تلو ته پرېږده چې دوئ زما عبادت وکړى.
هغۀ ته ووايه چې مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، اے د مِصر بادشاه فِرعونه، زۀ ستا خلاف يم، تۀ لکه د يو لوئ اژدها په شان په خپلو نِهرونو کښې غزېدلے يې او تۀ دا وائې چې دريائے نيل زما دے او دا ما د خپل ځان دپاره جوړ کړے دے.