Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 7:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 خو د فِرعون زړۀ تر اوسه پورې سخت وو. لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، هغۀ به د موسىٰ او هارون خبره نۀ اورېدله.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 7:13
24 Iomraidhean Croise  

صدقياه د نبوکدنضر بادشاه خِلاف بغاوت وکړو، اګر چې هغۀ د خُدائ پاک په وړاندې دا لوظ کړے وو چې د نبوکدنضر وفادار به وى. هغه د خپل ضد په وجه نۀ توبه ګار کېدو او مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يې څۀ پرواه نۀ ساتله.


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”فِرعون له لاړ شه. ما د هغۀ او د هغۀ د درباريانو زړونه سخت کړى دى، چې زۀ په دوئ کښې خپلې دا معجزې څرګندې کړم


خو مالِک خُدائ د فِرعون زړۀ سخت کړو او بنى اِسرائيل يې تلو ته نۀ پرېښودل.


مالِک خُدائ د فِرعون زړۀ سخت کړو او دوئ يې تلو ته پرې نۀ ښودل.


زۀ به د مِصريانو زړونه دومره سخت کړم چې هغوئ به په تاسو پسې درشى، نو په فِرعون، د هغۀ په لښکر، جنګى ګاډو او د هغۀ په آسونو سوارو کسانو فتح موندلو په وجه به زما عزت وشى.


مالِک خُدائ موسىٰ ته بيا وفرمائيل، ”اوس چې تۀ واپس مِصر ته روان يې، ګوره، چې د فِرعون په مخکښې هغه ټولې معجزې څرګندې کړې د کومو چې ما طاقت درکړے دے. خو زۀ به د هغۀ زړۀ سخت کړم او هغه به زما خلق تلو ته پرې نۀ ږدى.


هغوئ خپلې امساګانې وغورزولې او د امساګانو نه ماران جوړ شول. خو د هارون امسا د هغوئ امساګانې تېرې کړې.


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د فِرعون زړۀ سخت دے، هغه خلق تلو ته نۀ پرېږدى.


بيا د فِرعون جادوګرانو د خپل جادو په ذريعه هم دغه شان وکړل او د فِرعون زړۀ هم هغه شان سخت وو. لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، هغۀ د موسىٰ او هارون د خبرې اورېدو نه اِنکار وکړو.


تۀ، ستا درباريان او ستا خلق به د چيندخو نه خلاص شى او د نيل درياب نه غېر به هيچرته هم پاتې نۀ شى.“


فِرعون چې کله دا وليدل چې خېر شو، نو هغۀ بيا خپل زړۀ سخت کړو، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، چې فِرعون به د موسىٰ او هارون خبره نۀ اورى.


بيا جادوګرانو فِرعون ته ووئيل، ”دا د خُدائ پاک کار دے.“ خو د فِرعون زړۀ سخت وو، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، چې فِرعون به د موسىٰ او هارون خبره نۀ اورى.


نو فِرعون ووئيل، ”زۀ به تاسو تلو ته پرېږدم چې مالِک خُدائ، خپل خُدائ پاک ته په صحرا کښې قربانۍ پېش کړئ، خو تاسو ډېر لرې مۀ ځئ. زما دپاره سوال وکړه.“


خو مالِک خُدائ د فِرعون زړۀ سخت کړو، لکه څنګه چې هغۀ فرمائيلى وُو، چې فِرعون به د موسىٰ او هارون خبره نۀ اورى.


او لکه چې څنګه مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه مخکښې فرمائيلى وُو، فِرعون بنى اِسرائيل تلو ته نۀ پرېښودل.


فِرعون تپوس وکړو چې څۀ شوى وُو او هغۀ ته ووئيلے شول چې د بنى اِسرائيلو يو څاروے هم مړ نۀ شو. خو د هغۀ زړۀ سخت وو او هغۀ به خلق تلو ته نۀ پرېښودل.


او څنګه چې هغوئ د خُدائ پاک پېژندل خوښ نۀ کړل نو خُدائ پاک هم هغوئ خپلو باطلو خيالاتو ته پرېښودل چې په هم دې بدعملۍ آخته وى.


بلکې تاسو د خپل سخت او ناتوبه ګاره زړونو په وسيله د خپل ځان دپاره د خُدائ پاک د قهر د ورځې غضب زياتوئ کله چې به د خُدائ رښتونے عدالت شروع شى.


خو سيحون بادشاه مونږ پرې نۀ ښودو چې د هغۀ په مُلک کښې تېر شُو. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هغه سخت طبيعته او ضدى کړے وو، نو مونږ شکست ورکړو او د هغۀ علاقه مو ونيوله، چې تر اوسه پورې زمونږ په قبضه کښې ده.


بلکې هره ورځ يو بل له خبردارے ورکوئ، ترڅو چې نن ورځ ده نو چې په تاسو کښې څوک د ګناه د فريب په وجه سخت زړۀ نۀ شى.


تاسو ضديان ولې جوړېږئ څنګه چې فِرعون او مِصريان وُو؟ هغه مۀ هېروئ چې خُدائ پاک هغوئ له څومره سخته سزا ورکړه، تر دې وخت پورې چې هغوئ بنى اِسرائيليان پرېښودل چې د مِصر نه لاړ شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan