12 هغوئ خپلې امساګانې وغورزولې او د امساګانو نه ماران جوړ شول. خو د هارون امسا د هغوئ امساګانې تېرې کړې.
نو فِرعون هم خپل د غېب عِلم لرونکى خلق او جادوګران راوغوښتل او هغوئ هم د جادو په ذريعه هم هغه شان وکړل.
خو د فِرعون زړۀ تر اوسه پورې سخت وو. لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، هغۀ به د موسىٰ او هارون خبره نۀ اورېدله.
جادوګران د دې قابل نۀ وُو چې د موسىٰ په مخکښې ولاړ وے، ځکه چې د نورو ټولو مِصريانو په شان دوئ هم په دانو پټ وُو.
خو هغوئ به ډېره ترقى ونۀ کړى ځکه چې د هغه دوو سړو په شان به د دوئ کم عقلتوب هم هر چا ته څرګند شى.
خو زما بچو، تاسو د خُدائ پاک د خاندان نه يئ او تاسو په دې دروغژنو نبيانو کامياب شوى يئ، ځکه چې هغه روح چې په تاسو کښې دے، هغه د هغه روح نه ډېر زورَور دے چې په دُنيا کښې دے.