Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 7:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 نو موسىٰ او هارون فِرعون له لاړل او هغه شان يې وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو. هارون خپله امسا د فِرعون او د هغۀ د درباريانو په مخکښې وغورزوله، نو يو مار ترې نه جوړ شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 7:10
10 Iomraidhean Croise  

هغۀ په مِصر کښې معجزې او عجيبه کارونه وکړل، د فِرعون او د هغۀ د ټولو نوکرانو په خلاف.


بيا بنى اِسرائيل لاړل او هغه شان يې وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ او هارون له حُکم ورکړے وو.


مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”دا په زمکه وغورزوه.“ چې کله موسىٰ دا په زمکه وروغورزوله، نو يو مار ترې جوړ شو او موسىٰ ترې نه منډه کړه.


په سحر کښې فِرعون له لاړ شه چې کله هغه د نيل درياب ته کوزيږى. د خپل ځان سره هغه امسا هم يوسه چې مار ترې نه جوړ شوے وو او د درياب په غاړه هغۀ ته ودرېږه.


نو موسىٰ او هارون هم هغسې وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو. د فِرعون او د هغۀ درباريانو په مخکښې، هارون خپله امسا اوچته کړه او د درياب اوبۀ يې پرې ووهلې او د درياب د ټولو اوبو نه وينه جوړه شوه.


موسىٰ او هارون هم هغسې وکړل، لکه څنګه چې مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.


”کله چې فِرعون تاسو ته ووائى چې تاسو يوه معجزه ښکاره کړئ، نو هارون ته ووايه چې خپله امسا راواخلى او د فِرعون په مخکښې يې وغورزوى، نو يو مار به ترې نه جوړ شى.“


کۀ هغوئ د کرمل غر په سر هم خپل ځانونه پټ کړى، زۀ به يې هلته هم ولټوم او راګېر به يې کړم. کۀ هغوئ زما نه د سمندر په بېخ کښې پټ شى، نو زۀ به هلته سمندرى مار له حُکم ورکړم چې وې چيچى.


کۀ هغوئ مارانو له لاس وروړى يا زهر وخورى نو هغوئ ته به ضرر نۀ رسى، او په کومو بيمارانو چې هغوئ لاس کېږدى، هغوئ به روغ شى.“


ګورئ، ما تاسو له اختيار درکړو چې ماران او لړمان د پښو لاندې کړئ او د دشمن طاقت هم ختموئ او هيڅ څيز به هم تاسو ته نقصان نۀ شى درکولے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan