9 موسىٰ بنى اِسرائيلو ته دا وفرمائيل خو دوئ د هغۀ خبره وانۀ ورېدله، ځکه چې د هغوئ د سختې غلامۍ په وجه دوئ همت بائيللے وو.
زما شکايت د خُدائ پاک نه دے د انسانانو نه نۀ دے. او د دې بېصبرۍ ما سره ښۀ سبب شته.
مونږ تا ته مخکښې په مِصر کښې نۀ وُو وئيلى چې داسې به کيږى؟ مونږ تا ته وئيلى وُو چې مونږ پرېږده چې د مِصريانو غلامى کوُو. چې په دې صحرا کښې د مړۀ کېدو نه به ښۀ وى چې مونږ د مِصريانو غلامى کولے.“
ډېره موده پس چې د مِصر بادشاه مړ شو، خو بنى اِسرائيلو د غلامۍ په وجه فرياد کولو نو هغوئ په چغو وژړل، ”خُدايه پاکه، زمونږ مدد وکړه.“
دوئ موسىٰ او هارون ته ووئيل، ”مالِک خُدائ دې په خپله ستاسو عدالت وکړى او سزا دې درکړى ځکه چې تاسو د فِرعون او د هغۀ د درباريانو په زړُونو کښې نفرت پېدا کړے دے. تاسو هغۀ له زمونږ د قتل بهانه ورکړې ده.“
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،
بدکاره انسانان به د نېکانو په حضور کښې، او شريران به د صادقانو په دروازو کښې په سجده شى.
د انسان روح بيمارى هم برداشت کولے شى، خو مات روح به څوک وزغمى؟
بنى اِسرائيليان د حُور غرۀ نه د بحرِقُلزم په لار روان شول چې د ادوم نه ګېرچاپېره مزل وکړى. خو په لاره کښې خلق ډېر بېصبره شول