Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 6:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 نو بنى اِسرائيلو ته ووايه چې زۀ هغوئ ته وايم چې زۀ مالِک خُدائ يم، زۀ به تاسو بچ کړم او زۀ به تاسو د مِصريانو د غلامۍ نه آزاد کړم. زۀ به د خپل لوئ طاقت نه کار واخلم او مِصريانو له به سخته سزا ورکړم او زۀ به تاسو خلاص کړم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 6:6
46 Iomraidhean Croise  

تاسو دې زما يعنې مالِک خُدائ تابعدارى کوئ، چا چې د لوئ طاقت او قوت سره د مِصر نه راوويستلئ، تاسو به ما ته سجده کوئ او ما ته به قربانى پېش کوئ.


د زمکې په مخ د بنى اِسرائيلو په شان بل قوم نشته، کوم چې تا په بيعه د غلامۍ نه آزاد کړل چې ستا خپل خلق شى. تا چې کوم لوئ او عجيبه کارونه کړى دى د هغې په وجه ستا نوم مشهور شو. تا خپل خلق د مِصر نه آزاد کړل او چې کله هغوئ مخ په وړاندې تلل نو تا هغه نور قومونه وشړل.


مالِکه خُدايه، دا ستا خِدمتګاران او ستا خپل خلق دى. تا هغوئ د خپل لوئ طاقت او قوت سره په بيعه آزاد کړل.


اے پاکه خُدايه، کله چې اوبو تۀ وليدلې، نو په اوبو باندې يرې نه لړزان راغلو، او په ژورو اوبو باندې سخته يره راغله.


خو زما خلق به زما خبره نۀ اورى، بنى اِسرائيل به زما تابعدارى نۀ کوى.


هغه وائى چې، ”ما درله د اوږو نه بوج اخوا کړو، ما ستا لاسونه د دروند بوج نه آزاد کړل.


تاسو چې په سخته کښې نعرې وکړى نو ما تاسو بچ کړئ، ما درله د تندر د وريځو نه جواب درکړو. کله چې په مريبه کښې اوبۀ نۀ وې ما ستاسو ايمان وآزمائيلو.


نو مِصريانو په بنى اِسرائيلو باندې مشران مقرر کړل چې په زور يې ترې نه کار اخستو. بنى اِسرائيلو د فِرعون دپاره د پتوم او رعمسيس ښارونو نه ګودامونه جوړ کړل.


هم په هغه ورځ څلور سوه دېرش کاله پوره شول، چې د مالِک خُدائ د خلقو ټولې قبيلې د مِصر نه ووتلې.


هم په هغه ورځ مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو قبيلې د مِصر د مُلک نه راوويستلې.


په راتلونکى وخت کښې چې کله ستاسو زامن تپوس کوى چې د دې رسمونو څۀ مطلب دے، نو تاسو به ورته وايئ چې مالِک خُدائ په خپل لوئ طاقت سره مونږ د مِصر نه راوويستلو، چې هلته مونږ غلامان وُو.


دا اختر به يو يادګار وى، داسې لکه چې مونږ يوه نښه په خپل لاس يا تندى باندې تړلې وى، دا به مونږ ته هغه څۀ رايادوى چې مالِک خُدائ په خپل لوئ طاقت سره مونږ د مِصر نه راوويستلو.“


موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”دا ورځ ياده ساتئ، په کومه ورځ چې تاسو د مِصر نه راووتلئ، چرته چې تاسو غلامان وئ، دا هغه ورځ ده چې مالِک خُدائ تاسو د خپل لوئ طاقت سره راوويستلئ، خمبيره روټۍ به نۀ خورئ.


تۀ په خپله وعده ولاړ وې او تا هغه خلقو ته لار ښودله کوم چې تا بچ کړى دى، تۀ به په خپل طاقت سره هغوئ، تر خپل مقدس ځائ پورې ورسوې.


نو موسىٰ او هارون ټولو بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل، ”تاسو ته به نن ماښام پته ولګى چې هغه مالِک خُدائ وو چا چې د مِصر نه راوويستلئ.


د موسىٰ سخر يترو، څوک چې د ميديان اِمام وو، هغۀ د هغه هر څۀ په حقله واورېدل چې خُدائ پاک د موسىٰ او د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره کړى وُو او چې مالِک خُدائ هغوئ څنګه د مِصر نه راويستلى وُو.


چې کله موسىٰ لوئ شو نو هغه خپلو خلقو عبرانيانو له لاړو او هغۀ وليدل چې د هغوئ نه سخت کار اخستلے شو. هغۀ دا هم وليدل چې يو مِصرى يو عبرانے وهلو، دا د موسىٰ د خپلو خلقو نه يو کس وو.


ما دا فېصله کړې ده چې زۀ به دوئ د مِصر نه بهر بوځم چې په کوم ځائ کښې په دوئ ظلم کيږى او زۀ به دوئ هغه زرخېز مُلک ته بوځم، چې هغه د کنعانيانو، حِتيانو، اموريانو، فرزيانو، حِويانو او د يبوسيانو مُلک دے.


نو زۀ لاندې راغلے يم چې هغوئ د مِصريانو نه خلاص کړم او چې هغوئ د مِصر نه بهر يو ښۀ، کولاو او زرخېز مُلک ته بوځم، چرته چې اوس کنعانيان، حِتيان، اموريان، فرزيان، حِويان او يبوسيان اوسيږى.


خو موسىٰ مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته سوال کولو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، تۀ ولې خپلو خلقو ته دومره په قهر يې، چې هغوئ دې د خپل لوئ طاقت او خپل لوئ قُدرت سره د مِصر د مُلک نه راوويستل؟


خُدائ پاک موسىٰ ته وفرمائيل، ”زۀ مالِک خُدائ يم.


”زۀ مالِک خُدائ يم. چې زۀ تا ته څۀ وايم هغه هر څۀ د مِصر بادشاه فِرعون ته ووايه.“


زۀ به تاسو هغه مُلک ته راولم چې د کوم ما اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب له د ورکولو پوخ لوظ کړے وو، دا مُلک به ستاسو ميراث وى. زۀ مالِک خُدائ يم.“


نو مِصريانو ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم، چې کله زۀ د دوئ خِلاف خپل لاس اوچت کړم نو بنى اِسرائيل د هغوئ د مُلک نه بهر بوځم.“


د نمرخاتۀ طرف ته شام او د نمرپرېواتۀ طرف ته فلستيه خولۀ پرانستلې ده چې اِسرائيل ژوندے تېر کړى. خو د مالِک خُدائ غصه تر اوسه پورې سړه نۀ ده، او هغۀ د سزا دپاره تر اوسه پورې لاس اوچت نيولے دے.


نو مالِک خُدائ به د قوم د ځوانانو نه خوشحاله نۀ وى او هغه به په کونډو او يتيمانانو باندې هم رحم نۀ کوى، ځکه چې ټول خلق د خُدائ نه اوړېدلى دى او بدعمله شوى دى او هغوئ چې څۀ هم وائى هغه بدى وى. خو د مالِک خُدائ غصه به بيا هم نۀ سړيږى او هغۀ به د سزا ورکولو دپاره خپل لاس اوچت کړے وى.


منسى به په اِفرائيم او اِفرائيم به په منسى حمله وکړى، بيا به هغوئ يو ځائ په يهوداه حمله وکړى. خو د مالِک خُدائ غصه لا سړه نۀ ده، او هغۀ د سزا ورکولو دپاره لاس اوچت نيولے دے.


زۀ به په خپله خپل زورَور لاس دراوږد کړم او ستاسو خِلاف به په غصې، قهر، او لوئ غضب سره جنګ وکړم.


ما په خپل لوئ طاقت او زورَور لاس سره زمکه او په کښې ټول انسانان او ځناور پېدا کړل، او هر چا ته چې زما خوښه وى نو بيا دا هغوئ له ورکوم.


تا په خپل زورَور لاس، لوئ دهشت، عجيبه کارونو او معجزو سره خپل خلق بنى اِسرائيل د مِصر نه راوويستل.


”زما دې په خپل ذات قسم وى مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، زۀ به په مضبوطو لاسونو سره په تاسو حکومت وکړم او خپل لاس به دراوږد کړم او خپل غضب به په تاسو نازل کړم.


د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک زمونږ پلار نيکونه منتخب کړل او کله چې لا هغوئ مهاجر وو نو د هغوئ نه يې په مِصر کښې يو لوئ قوم جوړ کړو. او هغوئ يې د مِصر د غلامۍ نه په خپل لوئ قُدرت سره را آزاد کړل.


چې تاسو د مالِک خُدائ په حقله څۀ زده کړى دى نو هغه اوس ياد ساتئ. ستاسو په بچو نه بلکې په تاسو پخپله دا واقعې تېرې شوې. تاسو د مالِک خُدائ لوئى، د هغۀ طاقت، د هغۀ قوت،


هغه راپه ياد کړئ چې تاسو په مِصر کښې غلامان وئ او مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک تاسو آزاد کړئ، نو ځکه زۀ تاسو له دا حُکم درکوم.


د خپل لوئ طاقت او قُدرت سره هغۀ مونږ د مِصر نه راوويستلو. هغۀ معجزې او نښې څرګندې کړې او يروونکى کارونه يې وکړل.


پام کوئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک چې تاسو سره کوم لوظ کړے دے هغه مۀ هېروئ. د هغۀ حُکم منئ چې يو قِسم بُت هم مۀ جوړَوئ


بل خُدائ کله هم دا جرأت کړے دے چې د بل قوم نه خلق روان کړى او بو يې ځى او هغوئ خپل خلق جوړ کړى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو دپاره په مِصر کښې وکړل؟ ستاسو د سترګو په وړاندې هغۀ د خپل لوئ طاقت او قوت نه کار واخستلو، هغۀ وباګانې او جنګ راوستلو، معجزې او نښې يې وښودلې او يروونکى کارونه يې وکړل.


هغه راپه ياد کړئ چې تاسو په مِصر کښې غلامان وئ او ما، مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک د خپل لوئ طاقت او قوت سره آزاد کړئ. نو ځکه زۀ تاسو له حُکم درکوم چې د سبت ورځ ياده لرئ.


نو پام کوئ چې مالِک خُدائ هېر نۀ کړئ کوم چې تاسو د مِصر مُلک نه راوويستلئ، چرته چې تاسو غلامان وئ.


هغه سختې وباګانې، معجزې او نښې رايادې کړئ چې تاسو په خپلو سترګو وليدلې او هغه لوئ طاقت او قوت چې د کوم په ذريعه مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو آزاد کړئ. لکه څنګه چې هغۀ مِصريان تباه کړل، نو هغه ټول خلق به هم هغه شان تباه کړى چې تاسو ترې نه يرېږئ.


خو مالِک خُدائ ستاسو سره مينه وکړه او هغه وعده پوره کوى کومه يې چې ستاسو پلار نيکۀ سره کړې وه. نو ځکه هغۀ د خپل لوئ طاقت سره تاسو بچ کړئ او د مِصر بادشاه، فِرعون د غلامۍ نه يې آزاد کړئ.


د دې هر څۀ نه علاوه، دا هغه خلق دى چې تا خوښ کړل چې ستا خپل خلق شى او د خپل لوئ طاقت او قوت سره دې هغوئ د مِصر نه راوويستل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan