5 اوس ما د بنى اِسرائيلو فرياد اورېدلے دے ځکه چې مِصريان د دوئ نه د نوکرانو په شان کار اخلى. زۀ به د دوئ سره خپل لوظ پوره کوم.
نوح، د هغۀ بال بچ او هغه ټول ځناور کوم چې په کشتۍ کښې وُو د خُدائ پاک هېر نۀ وُو، هغۀ په زمکه هوا راوستله، نو اوبۀ په کمېدو شوې.
نو ما ته به خپل لوظ راياديږى چې سېلاب به بيا هيڅکله ټول ژوندى څيزونه نۀ تباه کوى.
هغه خپل لوظ تر ابده پورې ياد ساتى، او هغه تر زر نسله پورې خپله وعده ياده ساتى،
ډېره موده پس چې د مِصر بادشاه مړ شو، خو بنى اِسرائيلو د غلامۍ په وجه فرياد کولو نو هغوئ په چغو وژړل، ”خُدايه پاکه، زمونږ مدد وکړه.“
نو خُدائ پاک د دوئ ژړا واورېدله. هغۀ د هغوئ فرياد واورېدو او د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره يې خپل هغه لوظ راياد کړو.
بيا مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”ما وليدل چې زما د خلقو سره په مِصر کښې څومره ظلم کيږى، ما د هغوئ فرياد اورېدلے دے چې هغوئ د ظالمانو مشرانو نه خلاص شى. ما ته د هغوئ د ټولو تکليفونو پته ده،
فِرعون موسىٰ او هارون ته ووئيل، ”تاسو ولې دا خلق د خپل کار نه وباسئ؟ پرېږدئ چې هم دغه کار کوى.
هغه د هغوئ په ټولو تکليفونو کښې شريک شو. او هغوئ هغه فرښتې بچ کړل کومه چې د خُدائ پاک د حضور نه ورغلې وه. د خپلې مينې او زړۀ سواندى له وجې يې هغوئ په بيعه واخستل، او ټوله پخوانۍ زمانه کښې يې هغوئ اوچت کړى وُو او ګرځول يې.
هغۀ د خپل خادِم بنى اِسرائيل مدد کړے دے، لکه چې زمونږ نيکونو ته هغۀ وئيلى وُو،
او دا چې هغه به زمونږ په پلار نيکۀ رحم وکړى او خپله مقدسه وعده به ياده ساتى.