30 خو موسىٰ مالِک خُدائ ته وفرمائيل، ”تا ته پته ده چې زۀ په خبرو کولو کښې تکړه نۀ يم، نو فِرعون به زما خبره څنګه واورى؟“
بيا موسىٰ مالِک خُدائ له جواب ورکړو، ”خو ګوره، کۀ بنى اِسرائيل په ما يقين ونۀ کړى او زما خبرې ته غوږ ونۀ نيسى نو زۀ څۀ وکړم کۀ هغوئ ووائى چې تۀ ما ته راڅرګند شوے نۀ يې؟“
خو موسىٰ مالِک خُدائ ته وفرمائيل، ”اے زما مالِکه خُدايه، ما مۀ لېږه. زۀ صفا خبرې نۀ شم کولے نه د مخکښې نه په خبرو کولو کښې ښۀ وم او نه تاسو سره د خبرو کولو نه پس تکړه يم او ژبه مې هم انښلى.“
خو موسىٰ ورته وفرمائيل، ”بنى اِسرائيل چې زما خبره نۀ اورى، نو فِرعون به يې څنګه واورى؟ زۀ خو په خبرو کولو کښې تکړه نۀ يم.“
نو ما ووئيل، ”په ما افسوس، زۀ تباه شوم، ځکه چې زما شونډې په ګناه ککړې دى، او د کومو خلقو سره چې زۀ اوسېږم د هغوئ شونډې هم ګنده دى. خو بيا هم ما په خپلو سترګو هغه بادشاه ليدلے دے چې هغه مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.“
خو ما ورته ووئيل چې، ”اے قادر مطلق خُدايه، ما ته خو د صحيح خبرو کولو طريقه هم نۀ راځى ځکه چې زۀ خو لا هلک يم.“