Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 6:27 - Pakistani Yousafzai Pashto

27 دا هغه کسان وُو چا چې د مِصر بادشاه فِرعون ته ووئيل چې بنى اِسرائيل د مِصر نه بهر تلو ته پرېږده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 6:27
12 Iomraidhean Croise  

هغۀ خپل خِدمتګار موسىٰ ورولېږلو، او ورسره يې کوم چې هغۀ غوره کړے وو هارون ورولېږلو.


تا د خپلو خلقو رهنمائى لکه د رمو وکړه، د هارون او د موسىٰ په لاس دې د هغوئ رهنمائى وکړه.


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”سمدستى واپس لاندې کوز شه، ځکه چې ستا هغه خلق د ګناه په وجه خراب شوى دى، چې تا د مِصر نه راويستلى دى.


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”تۀ او دا خلق چې تا د مِصر د مُلک نه راوويستل، د دې ځائ نه لاړ شئ او هغه زمکې ته لاړ شئ د کومې چې ما اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب او د هغوئ اولاد له د ورکولو لوظ کړے دے.


مالِک خُدائ موسىٰ او هارون له حُکم ورکړو چې، ”بنى اِسرائيلو او د مِصر بادشاه فِرعون ته ووايئ چې ما تاسو له حُکم درکړے دے چې بنى اِسرائيل د مِصر نه بهر بوځئ.“


هارون او موسىٰ هغه کسان وُو چا ته چې مالِک خُدائ وفرمائيل چې، ”د بنى اِسرائيلو قبيلې د مِصر نه بهر بوځئ.“


چې کله مالِک خُدائ د مِصر په مُلک کښې موسىٰ ته وفرمائيل چې،


نو موسىٰ او هارون فِرعون له لاړل او هغه شان يې وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو. هارون خپله امسا د فِرعون او د هغۀ د درباريانو په مخکښې وغورزوله، نو يو مار ترې نه جوړ شو.


ما تاسو د مِصر نه بهر راوويستئ، او ما تاسو د غلامۍ د مُلک نه آزاد کړئ. ما موسىٰ سره د هارون او مريم درولېږل چې ستاسو لارښودنه وکړى.


ما بيا موسىٰ او هارون ولېږل او په مِصر باندې مې لوئ افتونه راوستل او د هغې نه پس ما تاسو راوويستلئ.


سموئيل وفرمائيل، ”مالِک خُدائ هغه څوک دے چا چې موسىٰ او هارون خوښ کړل او ستاسو پلار نيکۀ يې د مِصر نه راوويستل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan