25 د هارون زوئ، اِلىعزر، د فوطئيل د لوڼو نه يوه لور وادۀ کړه، چې د هغې نه يې فينحاس پېدا شو. دا د ليوى قبيلې د قومونو او کورَنو مشران وُو.
زوئ د ابيسوع، زوئ د فينحاس، زوئ د اِلىعزر او زوئ د هارون څوک چې مشر اِمام وو.
د ليوى اصلى قبيلې دا دى، د جيرسون قبيله، قُهات او مرارى.
موسىٰ هغوئ د اِلىعزر اِمام زوئ فينحاس د مشرۍ لاندې جنګ له ولېږل، هغۀ د مقدسو سامانونو او د بيګلو ذمه وارى واخستله چې د اِشارو دپاره غږولے شول.
نو بنى اِسرائيلو د اِلىعزر اِمام زوئ فينحاس د جِلعاد په مُلک کښې د روبين، جاد او د نمرخاتۀ طرف منسى قبيلې خلقو له ولېږلو.
د هارون زوئ اِلىعزر مړ شو او په جبعه کښې ښخ شو، دا هغه ښار وو چې د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې وو او چې د هغۀ زوئ فينحاس له ورکړے شوے وو.