24 د قورح درې زامن وُو، اسير، القنه او ابياسف، دوئ د قورح قبيلو پلار نيکۀ وُو.
چا چې د خپلو زامنو سره خِدمت کولو د هغوئ نسبنامه داسې ده: د قُهات ډله: هيمان چې د اولنو موسيقارانو مشر وو، هغه د يوايل زوئ وو. شا ته د هغۀ نسبنامه داسې ده: حيمان، يوايل، سموئيل،
څنګه چې هوسۍ د نِهر اوبو پسې تلوسه کوى، داسې خُدايه پاکه، زړۀ مې تا پسې تلوسه کوى.
ستا د اوسېدو ځائ څومره ښکلے دے، اے مالِکه ربُ الافواجه خُدايه،
د اِضهار درې زامن وُو، قورح، نفج او زِکرى.
د اِضهار زوئ قورح، چې د قُهاتيانو د قبيلې ليوے وو، هغۀ د موسىٰ د مشرۍ خِلاف بغاوت وکړو. د روبين قبيلې نه يې درې سړى رابېل کړل، داتن، ابيرام، چې د اِلياب زامن وُو او اُون چې د پلت زوئ وو او ورسره دوه نيم سوه نور اِسرائيليان هم وُو، دا مشهور مشران چې قوم خوښ کړى وُو.
هغوئ يې تېر کړل، د هغوئ خاندان، سره د قورح د ټولو ملګرو او چې هغوئ څۀ لرل هغه يې هم تېر کړل.
يو سړے چې نوم يې القنه وو هغه راما ښار کښې اوسېدو. د هغۀ تعلق د اِفرائيم قبيلې سره وو، او د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې پاتې کېدو. هغه د يروحام زوئ او د اليهُو نمسے وو او هغه د توخُو د خاندان نه وو چې د صُوف د قبيلې يوه برخه وه.