هِجرت 6:23 - Pakistani Yousafzai Pashto23 هارون د عمىنداب لور اليسبع وادۀ کړه چې هغه د نحشون خور وه، د هغې نه يې ندب، ابيهُو، اِلىعزر او اِتمر پېدا شول. Faic an caibideil |
بيا موسىٰ هارون او د هغۀ زامنو اِلىعزر او اِتمر ته وفرمائيل، ”خپل وېښتۀ ببر مۀ ساتئ او نۀ چې خپلې جامې وشلوئ چې ښکاره کړئ چې په غم غمژن يئ. کۀ تاسو داسې وکړل، نو مړۀ به شئ. او مالِک خُدائ به ټول قوم ته په قهر شى. خو نورو بنى اِسرائيلو ته اجازت دے چې په دې غم غمژن شى کوم مرګ چې د مالِک خُدائ د اور په وجه شوے دے.
نمرخاتۀ طرف ته، چې څوک د يهوداه د لښکر د جنډې لاندې وى نو هغوئ به په خپلو ډلو کښې خېمې ودروى، د هغوئ د قبيلو د مشرانو نومونه دا دى. د يهوداه قبيلې مشر نحشون زوئ د عمىنداب، د قبيلې شمېر څلور اويا زره او شپږ سوه کسان دى، د يساکار قبيلې مشر نتنىايل زوئ د ضُعر، د قبيلې شمېر څلور پنځوس زره او څلور سوه کسان دى، د زبولون قبيلې مشر اِلياب زوئ د حيلون، د قبيلې شمېر اووۀ پنځوس زره او څلور سوه کسان دى. دا ټول په شمېر کښې يو سل او شپږ اتيا زره او څلور سوه کسان دى. د يهوداه لښکر به مخکښې روان وى.