Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 6:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 عُمرام د خپل پلار، خور يوکبد وادۀ کړه، چې د هغې نه يې هارون او موسىٰ پېدا شول. د عُمرام ټول عُمر يو سل اووۀ دېرش کاله وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 6:20
8 Iomraidhean Croise  

د هغۀ مشر زوئ عُمرام د هارون او موسىٰ پلار وو. هارون او د هغۀ اولاد د دې دپاره مخصوص کړے شوى وُو چې د همېشه دپاره د مقدسو څيزونو مشران وى، چې د مالِک خُدائ په عبادت کښې خوشبوئى سوزوى، د هغۀ خِدمت کوى او د مالِک خُدائ په نوم باندې د خلقو دپاره برکت غواړى.


د ليوى دا درې زامن وُو، جيرسون، قُهات او مرارى، دا د هغه قبيلو پلار نيکۀ وُو چې په دې نومونو ياديږى. د ليوى ټول عُمر يو سل اووۀ دېرش کاله وو.


د قُهات څلور زامن وُو، عُمرام، اِضهار، حبرون او عُزى‌اېل. د قُهات ټول عُمر يو سل درې دېرش کاله وو.


د هغوئ په اولاد کښې دا وړې قبيلې هم شاملى دى، لِبنى، حبرون، محلى، موشى او قورح. قُهات د عُمرام پلار وو،


هغۀ د ليوى لور يوکبد وادۀ کړې وه، چې هغه په مِصر کښې پېدا شوې وه. د هغې نه د عُمرام دوه زامن، هارون او موسىٰ او يوه لور مريم پېدا شوه.


دا د هارون او د موسىٰ د خاندان د هغه وخت خبره ده کله چې مالِک خُدائ د سينا په غرۀ باندې د موسىٰ سره خبرې وکړې.


وړومبى ښارونه د ليوى خاندان د قُهات قبيلو ته حواله کړے شول. هغه خاندان کوم چې د هارون اِمام اولاد وُو هغوئ ته د يهوداه، شمعون او بنيامين د علاقو نه ديارلس ښارونه حواله کړے شول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan