هِجرت 6:16 - Pakistani Yousafzai Pashto16 د ليوى دا درې زامن وُو، جيرسون، قُهات او مرارى، دا د هغه قبيلو پلار نيکۀ وُو چې په دې نومونو ياديږى. د ليوى ټول عُمر يو سل اووۀ دېرش کاله وو. Faic an caibideil |
دا ليويان هلته موجود وُو: د قُهات د قبيلې، د عماسى زوئ محت او د عزرياه زوئ يوايل، د مرارى د قبيلې، د عبدى زوئ قيس او د يهللايل زوئ عزرياه، د جيرسون د قبيلې، د زِمه زوئ يوآخ او د يوآخ زوئ عدن، د اليصفن د قبيلې، سِمرى او يعىايل، د آسف د قبيلې، زکرياه او متنياه، د هيمان د قبيلې، يحىايل او سِمعى، د يدوتون د قبيلې، سمعياه او عُزىاېل.
د ليوى درې زامن وُو، جيرسون، قُهات او مرارى، هغوئ د هغه قبيلو پلار نيکۀ وُو کومې قبيلې چې د هغوئ په نومونو ياديږى. د جيرسون دوه زامن وُو، لِبنى او سِمعى. د قُهات څلور زامن وُو، عُمرام، اِضهار، حبرون او عُزىاېل، او د مرارى دوه زامن وُو، محلى او موشى. هغوئ د هغه قبيلو پلار نيکۀ وُو چې د هغوئ په نومونو ياديږى.