10 بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،
”لاړ شه او د مِصر بادشاه فِرعون ته ووايه چې هغه دې بنى اِسرائيل د دې مُلک نه تلو ته پرېږدى.“
موسىٰ بنى اِسرائيلو ته دا وفرمائيل خو دوئ د هغۀ خبره وانۀ ورېدله، ځکه چې د هغوئ د سختې غلامۍ په وجه دوئ همت بائيللے وو.