Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 5:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 په دې خلقو د مخکښې نه نور هم سخت کار کوئ او په داسې کار يې آخته کړئ چې د دې دروغو خبرو اورېدو وخت هم ورسره نۀ وى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 5:9
8 Iomraidhean Croise  

ستا په خيال تشې خبرې د فوجى تکړه‌توب او طاقت ځائ نيولے شى؟ ستا يقين په چا دے چې زما خِلاف بغاوت کوې؟


ستاسو د هوائى خبرو څۀ حد نشته څۀ؟ يا په څۀ وجه باندې تاسو خبرې نۀ بندوئ؟


د هغوئ نه سخت کار اخستونکى مشران او د دوئ آفسران بهر لاړل او بنى اِسرائيلو ته يې ووئيل، ”فِرعون وئيلى دى چې هغه به تاسو له نور بوس نۀ درکوى.


او هم هغه هومره خَښتې ترې نه غواړئ چې څومره يې مخکښې جوړولې، تاسو پرې يوه هم مۀ کموئ. دوئ خو کار نۀ کوى، نو ځکه دوئ هر وخت مِنتُونه کوى چې زۀ دوئ پرېږدم چې لاړ شى او خپل خُدائ پاک ته قربانۍ پېش کړى.


نو عزرياه د هوسعياه زوئ او يوحانان د قريح زوئ او نورو ټولو کبرژنو خلقو يرمياه ته ووئيل چې، ”تۀ دروغ وائې، مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ کله هم مِصر ته د تلو نه منع کړى نۀ يُو.


خو هر څۀ چې ما د خپلو خِدمتګارانو پېغمبرانو په وسيله ستاسو پلار نيکۀ ته وفرمائيل، هم هغه شان وشُو لکه څنګه چې ما حکم ورکړے وو. نو بيا هغوئ توبه وويسته او وې وئيل، مالِک خُدائ ربُ الافواج مونږ سره هغه څۀ وکړل د کوم چې زمونږ طريقې او عملونه حقدار وُو، هغۀ مونږ سره هغه څۀ وکړل د څۀ کولو چې هغۀ اراده کړې وه.“


تاسو ووئيل چې، د خُدائ پاک خِدمت کول بې‌فائدې دى. مونږ د هغۀ د حکمونو په منلو او د مالِک خُدائ ربُ الافواج په حضور کښې په خپلو ګناهونو په ماتم کولو څۀ حاصل کړل؟ نه، هيڅ نه.


تاسو دې څوک هم په تشو خبرو دوکه نۀ کړى، ځکه چې هم د دې څيزونو په وجه د خُدائ پاک غضب په هغوئ نازليږى څوک چې نافرمانه وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan