Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 5:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 هم په هغه ورځ فِرعون د دوئ سختو مِصريانو مشرانو او بنى اِسرائيلو آفسرانو له حُکم ورکړو چې،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 5:6
14 Iomraidhean Croise  

د عُزياه لوئ لښکر د جنګ دپاره تيار وو. د دې حِساب کِتاب د حننياه د ذمه وارۍ لاندې د هغۀ منشيانو يعى‌ايل او معسياه ساتلو. حننياه د بادشاه د نوکرانو نه يو کس وو.


نو مِصريانو په بنى اِسرائيلو باندې مشران مقرر کړل چې په زور يې ترې نه کار اخستو. بنى اِسرائيلو د فِرعون دپاره د پتوم او رعمسيس ښارونو نه ګودامونه جوړ کړل.


بيا مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”ما وليدل چې زما د خلقو سره په مِصر کښې څومره ظلم کيږى، ما د هغوئ فرياد اورېدلے دے چې هغوئ د ظالمانو مشرانو نه خلاص شى. ما ته د هغوئ د ټولو تکليفونو پته ده،


د هغوئ نه سخت کار اخستونکى مشران او د دوئ آفسران بهر لاړل او بنى اِسرائيلو ته يې ووئيل، ”فِرعون وئيلى دى چې هغه به تاسو له نور بوس نۀ درکوى.


د بنى اِسرائيلو آفسرانو ته پته ولګېده چې دوئ په بد حالت کښې دى، چې کله هغوئ ته ووئيلے شول چې دوئ به هره ورځ هم هغه هومره خَښتې جوړوى چې څومره يې مخکښې جوړولې.


”د خښتو جوړولو دپاره خلقو ته بوس ورکول بند کړئ. دوئ لېږئ چې په خپله يې ځان له راغونډوى.


صادق انسان د خپلو ځناورو د ضرورتونو خيال ساتى، خو د شرير ښۀ عمل هم د ظلم نه ډک وى.


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د بنى اِسرائيلو اويا مشران راجمع کړه چې هغوئ د مشرانو په توګه منلے شوى وى، هغوئ ما له زما د حضور خېمې ته راوله او هغوئ ته ووايه چې هغوئ هلته تا سره ودريږى.


نو ما هغه هوښيار او تجربه‌کاره مشران واخستل چې تاسو د خپلو قبيلو نه خوښ کړى وُو او هغوئ مې ستاسو مشران جوړ کړل. چې څۀ د زرو، څۀ د سلو، څۀ د پنځوسو، او څۀ د لسو کسانو ذمه وار وُو. ما ستاسو د قبيلو دپاره نور مشران هم مقرر کړل.


په هر يو ښار کښې چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې درکوى په هغې کښې قاضيان او نور آفسران مقرر کړئ. دا سړى به د چا د طرفدارۍ نه بغېر فېصلې کوى.


يشوَع په شِکم کښې د بنى اِسرائيلو ټولې قبيلې راغونډې کړې. هغۀ مالِکان، مشران، قاضيان او د بنى اِسرائيلو آفسران راوغوښتل او هغوئ د خُدائ پاک حضور ته راغلل.


او اِسحاق له مې يعقوب او عِيسو ورکړل. ما عِيسو له د ادوم د غرونو مُلک ورکړو چې خپل ميراث يې شى، خو ستاسو پلار نيکۀ يعقوب او د هغۀ بچى لاندې مِصر ته لاړل.


اِسرائيليان سره د مشرانو، آفسرانو او قاضيانو او سره د هغه نورو قومونو چې د هغوئ سره اوسېدل د مالِک خُدائ د لوظ صندوق دواړو طرفونو ته ودرېدل. او ليويانو اِمامانو ته يې مخ وو چا چې د لوظ صندوق اوچت کړے وو. نيم خلق داسې ولاړ وُو چې شا يې د ګِرزيم غرۀ ته وه او د نيمو خلقو شا عيبال غرۀ ته وه. د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ دوئ ته حُکم کړے وو چې کله ورباندې د برکت موندلو وخت راشى نو داسې دې وکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan